د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو ژبې پرمختګ لپاره خپلواکه بورډ جوړېږي


پروېز خټک د پښتو اکاډمۍ مشرانو ته باور ورکړ چې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت لپاره به د هغوی ټولې غوښتنې منل کېږي او حکومت به یې پوره پوره ملا تړ کوي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا د پښتو ژبې پرمختګ او د پښتو اکاډمۍ پېښور کار لا ښه کولو لپاره د یو خپلواکه بورډ جوړولو اعلان کړی دی.

د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د خېبر پښتونخوا له اعلا وزیر پروېز خټک او د صوبې له مشر وزیر سکندر شېرپاو سره د نهې ورخ ولیدل چې پکې یې پښتو اکاډمۍ ته په ورپېښو ستونزو خبرې وکړې. نوموړی وايي، چې اعلا وزیر د دوی هغه غوښتنې ومنلې چې د صوبايي حکومت په سرپرستۍ کې دې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یو خپلواکه بورډ جوړ کړل شي.

پښتو ځانګړی بورډ

نصرالله جان وزیر زیاته کړه چې د دوی له لویه سره غوښتنه دا وه چې په لویه کچه دې د پښتو اکاډمي داسې جوړه کړل شي لکه د سیندیانو هغه یا کابل کې د افغانستان علومو اکاډمي یا په لاهور کې اقبال اکاډمي، یا د نړۍ نورو ژبو لکه انګرېزي، فرانسوي، چینايي ژبو اکاډمیانې چې دي. نوموړی وايي، وزیر اعلا ورته ډاډ ورکړ چې د پښتو اکاډمي به د نړۍ تر شته اکاډمیانو هم د لا ښه کولو او جوړولو کوښښ کوي.

ده وویل چې په راتلونکیو څو ورځو کې به د پښتو ژبې لباره یو ځانګړی بورډ جوړ کړل شي. د نوموړي په خبره حکومت به یې د بورډ یوازې سرپرستي او څارنه کوي او په تګلارو کې به یې هېڅ ګوتې نه وهي.

د بورډ جوړښت او چارې

نصرالله جان وزیر وویل، د پښتو ژبې لپاره بورډ به صوبايي حکومت او پېښور پوهنتون په ګډه چلوي. د دغه بورډ لپاره چې صوبايي حکومت څومره پانګه ورکوي نو پوهنتون او حکومت داوړه به یې په ګډه څاري. خو د بورډ په علمي چارو کې به حکومت لاسوهنه نه کوي.

پښتو ډېره ځپل شوې

د پېښتو ژبې لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي د خېبر پښتونخوا حکومت دغه ګام وستایلو، خو وايي پښتو ژبې چې څومره سختې زغملې دي نو پکار ده چې لا ډېر څه وکړل شي.

“دا یو ډېر ستایونکی ګام دی. په دې صوبه کې پښتانه ۸۰ فیصده دي. نو له پښتو سره په هم دې حساب چلند پکار دی. د وزیر اعلا صاحب ګام ستایو، خو دا ده چې پښتو ژبه ډېره تاواني شوې ده، ترهګرۍ پښتنو او پښتو ژبې ته ډېر زیان رسولی دی. زموږ کلتور ډېر تاوان ګاللی دی. نو د پښتو ژبې پرمختګ لپاره چې څومره هم کار وشي کم دی.

XS
SM
MD
LG