د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘جګړې د افغان ځواکونو روزنه ځنډنۍ کړې ده’


په افغانستان کې د ناټو نوي امریکايي قومندان وايي، په ۲۰۱۵م کال کې سختو جګړو او د افغان ځواکونو درنو مرګژوبله د ناټو د روزنې ماموریت له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی.

جان نیکولسن په افغانستان کې له ګماریدو پس په خپله لومړۍ مرکه کې د دوشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا مهال د ناټو هغه هڅې چې غواړي په افغانستان کې یو پر ځان ډاډه امنیتي ځواک وروزې له ټاکلي مهالویش شاته پاتې دي او زیاته یې کړه چې موږ باید په دې برخه کې پر خپلو ارزونو بیا غور وکړو.

د رویټرز خبري اژانس وايي، جنرال نیکولسن د خپلې هغې ۹۰ ورځنۍ ارزونې په دریمه برخه کې دی چې نوموړې به یې د جون په میاشت کې په واشنګټن کې نتایج وړاندې کړي.

د راپور په وینا دا به له هغې راوروسته چې په ۲۰۰۹م کال کې جنرال مک کرسټال په افغانستان کې د اضافي امریکايي سرتېرو سپارښتنه وکړه او ورسره د امریکايي سرتیرو شمېر په دې هېواد کې ۱۰۰ زرو ته ورسېده مهمه ارزونه وي.

جنرال جان نیکولسن په دې مرکه کې ویلي، په ۲۰۱۵م کال کې په جګړو کې پنځه نیم زره افغان سرتېري وژل شوي او تر ۱۴زرو زیات نور ټپیان شوي دي چې دې مرګ ژوبلې د ناټو د روزنې او ملاتړ ماموریت اغیزمن کړی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د لغمان په ګمبیري دښته کې د افغانستان د ملي اردو د روزنې له یوه لوی کمپ ته تر سفر وروسته وویل، دومره درانه تلفات د هر ډول پوځ لپاره لوی زیان دی او بیا افغان اردو چې ځوانه او لا هم د ودې په حال کې ده.

د نوموړې په وینا د افغانستان اردو ماته نه ده خو کله چې د ناټو مشران له افغانستانه د وتلو په اړه پرېکړه کوي باید د دوی دا درنه مرګ ژوبله په نظر کې ولري.

جنرال نیکولسن وايي، څو نور کلونه پکار دي چې د افغانستان نوی په الوت راغلی هوايي ځواک پراخه او ښه وروزل شي.

نوموړي وویل، په دې برخه کې هم سختې جګړې د ناټو د روزنې په هڅو اغیز کړی او زیاته یې کړه:

هغه پیلوټان چې موږ یې روزو مستیقم جګړې ته ځي او د جګړې چټکتیا د روزنې د چټکتیا په پرتله زیاته ده.

جنرال نیکولسن ویلي تر هغو چې افغان هوايي ځواک په بشپړه توګه فعالیږي افغانان له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي سرتېري پاتې دي او که د ولسمشر بارک اوباما له خوا ورکړل شوی پلان عملي شي نو د راتلونکي میلادي کال په پیل کې به دا شمېر پنځه نیم زرو تنو ته راټیټه شي.

XS
SM
MD
LG