د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حکومت په خوست کې د تېر کال د ځانمرګي برید قربانیان هېر کړي"


د جمعې په ورځ د خوست سلګونو اوسیدونکو د تېرکال د حمل د ۱۳ مې نیټې د ځانمرګي برید پېښه، چې تر اتیاوو ډېرو ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکه وغندله.

د غونډې ویناوالو پر مرکزي حکومت نیوکه وکړه، چې د یادې خونړۍ پيښې د قربانیانو او ټپیانو کورنیو ته يې هېڅ ډول پاملرنه نده کړې او تر اوسه د دې پيښې د څېړنو پایلې هم له ولس سره ندي شریکې شوي.

تېر کال په خوست کې زرګونو خلکو د ولسي جرګې او ولایتي شورا د یو شمېر غړو او نور ټولنیزو بنسټونو په بلنه د فساد سره د مبارزې په شعار د حمل په میاشت کې پرلپسې لاریونونه وکړل، چې بالاخره د حمل په ۱۳مه د لاریونوالو په منځ کې ځانمرګي بریدګر ځان والوزاوه.

د ولسي جرګې استازی همایون همایون، چې په یاده پېښه کې سخت ټپي شوی وو،په خپلو خبرو کې مرکزي حکومت د دې پيښې قربانیانو ته په ناپامۍ تورن کړ او له افغان ولسمشر يې د قربانیانو وارثانو او کورنیو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه:

((حکومت زموږ د شهیدانو ورځ هېره کړې ده، حکومت ندی توانیدلی چې په مساعد وخت کې د شهید کورنۍ ته ځان وروسوي او کمک ورسره وکړي، د ولسمشر نه د خوست د خلکو غوښتنه داده چې د دې پيښې قربانیانو ته دې جدي پاملرنه وکړي او په اینده کې هم هغه حکومتي چارواکي چې په فساد کې ښکیل وي، د خوست ولس به دوی ته د فساد اجازه ورنکړي او د دوی پر ضد به هم کلکه مبارزه وکړي.))

د خوست ولایتي شورا رييس عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې د تېر کال د حمل د ۱۳مې پيښه د خلکو لپاره یوه دردونکې او نه هیریدونکې ورځ وبلله او زیاته يې کړه، کچیرې حکومت د نظام غښتلتوب غواړي، نو د دې پيښې قربانیانو قدر دې وکړي:

((دغه ورځ د خوست په تاریخ کې یوه دردونکې، ویرونکي او توره ورځ ده، امیدواره یو چې مرکزي حکومت پدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي، نه یوازې دا شهیدان بلکې هغه ټول چې د هېواد د ازادۍ او د دې نظام د پایښت او ټېنګښت لپاره يې قربانۍ ورکړي دي، د هغو حقوقو ته دې پاملرنه وکړي، تر څو وکولای شو په افغانستان کې یو ښه، مستحکم او ټېنګ نظام ولرو.))

د ادم خان لاریون په نوم یو خوستوال چې یو ځوان ورور يې چې د پوهنتون استاد وو او پدې پيښه کې ووژل شو، له حکومت نه د دې پيښې د عاملینو د پیدا کولو او د هغوی د مجازت کیدو غوښتنه وکړه:

((هغه چاچې دا عمل يې سرته رسولی بیا مجازات شي، هغه باید محکمې ته راکش شي، ولې تر اوسه پدې کې حکومت بې تفاوته پاتې شوی، پدې اړه يې هېڅ تصمیم ندی نیولی.))

د لمانځغونډې په پای کې د ولایتي شورا د استازي نورشاه نوراني لخوا د غونډې دره ماده ییز پریکړه لیک ولوستل شو، چې په هغه کې د مرکزي حکومت څخه د پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د پیښې د تحقیقاتو غوښتنه شوې وه:

((موږ د مرکزي حکومت نه پدې سخت خوابدي یو، چې د قربانیانو د کورنیو سره یې د پام وړ مرسته او لازمه توجه نده کړې، موږ د غونډې ګډونوال د حکومت څخه په کلکه غواړو، چې د دې خونړۍ پيښې په اړه تحقیقات د ولس سره شریک کړي، د دې فاجعې عاملان دې پیدا او د ولس په محضر کې دې د خپلو کړنو سزاء ورکړي.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې تېر کال د لاریون په منځ کې له انتحاري برید څه موده وروسته د خوست د پخواني هوايي ډګر سره هم د روژې په ماښامي ځانمرګي برید وشو، دې دواړو بریدونو لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، د حمل د پيښې د قربانیانو د تلین ویناوالو له حکومت څخه وغوښتل، چې د دې پيښو د مخورو شخصیتونو په نومونو دې د ښار یو شمېر سړکونه او ځنې ښوونځي ونومول شي.

XS
SM
MD
LG