د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: د ترهګرو خلاف به سخت ګامونه پورته کوو


پاکستاني چارواکي په لاهور ښار کې د وروستي تروریستي برید تر شا د لاس لرونکیو ډلو خلاف د عملیاتو کولو هوډ ښکاره کوي. د پاکستان وزیراعظم نوازشریف وايي د هیواد امنیتي ځواکونه به د پېښې د عاملینو د نخښه کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

راپورونه وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د شوې بمې حملې په ترڅ کې له ۷۰ و زیات کسان وژل شوي او له ۳۰۰ و زیات ژوبل شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف تېر ماښام په یو تلویزوني وینا کې ملت ته وویل، دوی به ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د پاکستان د خلکو د ژوند سره لوبې وکړي. ده وویل داد پاکستان د ۲۰۰ میلیونو خلکو هوډ دی.

په داسې حال کې چې په ملک کې ددې پېښې درې ورځنی ماتم روان دی، شریف وویل پوځ به د ترهګرو پر پټن ځایونو عملیات پیل کړي او پولیس به دده په وینا د هغو ویریدونکیو پرضد ګامونه پورته کړي چاچې دا برید ترسره کړی.

نوازشریف دا هم وویل چې چاته به د اسلام په نوم د تشدد د خورولو او د اقلیتونو د ځورولو اجازه ورنه کړي. نوازشریف په لاهور کې د شوي برید نه پس په روانه اونۍ کې امریکا ته خپل سفر هم لغوه کړی دی.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

بل پلو د افغانستان د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د پاکستان په لاهور ښار کې وروستی تروریستي برید غندلی دی او د تروریزم په وړاندې یې د سیمې او نړۍ په سطحه د ریښتنې او جدي مبارزې غوښته کړې .

د اجرایه ریاست مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼې کې د ښاغلي عبدالله له خولې ویلي : دا برید د دې ښکارندوی دی، چې ترهګري هېڅ پوله او سرحد نه پېژني او د هیچا نشي خپلېدای.

عبدالله ترهګري د افغانستان، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو ګډ دښمن بللی دی او یادونه یې کړې چې یوازې هغه وخت هیوادونه ځانونه له دې شره ژغورلی شي چې تروریزم د ابزارو په توګه ونه کاروي .

XS
SM
MD
LG