د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د منډو مقابلې وشوې


په مومند ایجنسۍ کې د لوبو مېله روانه ده. د مارچ په ۲۰ مه نېټه درې لوبې ترسره شوې. په دغو لوبو کې په خپلو پښو منډه، د سایکل د پاسه منډه او د خرګاډو منډه شامل وو.

درې واړه منډې د خاپخ د ( غیبي امنیتي پوستې ) نه شروع شوې او د غلنۍ سپورټس کمپلېکس یې اخري برید و. د خرګاډو د زغل سیالي سید روان وګټله. نوموړي مشال راډیو ته وویل:

« ما تېر ځل هم مقابله ګټلې وه او دادی بیا مې هم وګټله. دا خر مې له مردانه راوستی دی، په پنځوس زره مې اخېستی دی. زه یې ډېر خیال ساتم ، لس، اته مالشیان مې ورته ساتلي دي. پرون مې ورته د درېنیمو زرو ډراپ خېژولی، ۱۳۰ کیلو مڼې مې پرې خوړلي، اتیا، نوي هګۍ مې پرې خوړلي، ښه خواري ورسره کو، له ځان نه زیات دده خیال ساتو. »

د سایکل منډه بهار علي وګټله. نوموړی د یکه غنډ اوسیدونکی دی. دی وايي هره ورځ د خپل کور نه چارسدې پورې سایکل زغلوي او په یوه ګېنټه کې څلوېښت کیلومېټره واټن وهي.

یو ځايي اوسیدونکی زرشېد وايي دی د داسې لوبو نه ډېر خوند اخلي. دغه سپین ږیری وايي کاش دده د ځوانۍ پر مهال په مومندو کې داسې مقابلې کېدای نو ده به هم پکې برخه اخیستې وای.

د مومند اېجنسۍ پولیټیکل اېجنټ محمود اسلم وايي:

« په مومندو کې که ځوانان په هره لوبه کې وړتیا ولري، زه ورته باور ورکوم چې د مخکې تګ موقع به ورته برابروم. زه به ورته وسایل اخلم او نورو ښارونو ته د ورتګ لارې به ورته جوړوم. »

په مقابلو کې لومړی، دوهم او درېیم راتلونکیو لوبغاړو ته نغد انعامونه هم ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG