د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو پېښور کې نوروز ولمانځه


په نوروز کې اتڼنونه او موسيقي وي
په نوروز کې اتڼنونه او موسيقي وي

د افغانستان کونسل جنرل ډاکتر عبدالوحید پویان مشال راډیو ته ووېل چې نوروز د سیمه ایزو هیوادونو خواو شا شپږ زره کاله پخوانی دود دی. هغه زياته کړه چې له ډیر پخوا راهیسي په پښتونخوا، افغانستان، ایران او منځنئ آسیا کې لمانځل کيږي.

د لر او بر نه راغلي پښتنو مشرانو په دې موقع هم د سیمې ستونزمن امنیتي حالاتو ته کتنه هېره نه کړه.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي سیکتر میا افتخار حسېن دغي غونډی ته پخپله وېنا کي وويل: ((ترهګري ددې سیمي د خلکو پیداوار نه دی. موږ مینه غواړو، موږ ورورولي غواړو، موږ سوکالي غواړو او د ټولې نړۍ لپاره امن غواړو. که څوک زما څېره د ترهګر په حيث نړۍ ته ورپېژندل غواړي نو زه ترهګر نه یم. نه هم ترهګري ما پيدا کړي. دا زموږ خلاف د دښمن سازش دی.))

موږ یوازې د فزیکي ترهګرۍ سره مخامخ نه یو بلکه موږ د کلتوري ترهګرۍ سره هم مخ یو. ځیني خلک غواړي چې موږ خپل کلتور هیر کړو خو موږ به خپل کلتور ژوندی ساتو

د عوامي نېشنل ګوند یو بل مشر، افراسیاب خټک وويل چې نوروز د یو قام، مذهب یا یو ژبې سره تړلی دود نه دی خو د خرابو حالاتو له وجې د نورو دودونو تر څنګ د نوروز دود هم مړاوی شوی دی.

هغه زياته کړه: ((موږ یوازې د فزیکي ترهګرۍ سره مخامخ نه یو بلکه موږ د کلتوري ترهګرۍ سره هم مخ یو. ځیني خلک غواړي چې موږ خپل کلتور هیر کړو خو موږ سکندر، چنګیز، بابر اورنګ او پرنګی لیدلی دی. موږ به د خپل کلتور ترشا ولاړ یو او خپل کلتور به ژوندی ساتو.))

لیکوال اباسین یوسفزي د پښتنو د خپل خاورې سره د تړون په لړ کې دا شعرونه وويل:

څلور کونجه دنیا پر ما ګرانه دا زمکه

دا ځکه چې سلطانو کې سلطانه ده دا زمکه

دا هم ده چې بې شمېره ملغلرېلري تل کې

دا نه ده چې په تله کې ارزانه ده دا زمکه

دا سازو ته سازونه دي ګل رنګو ته وږمه ده

چې وران ګوري په هغو باندې ورانه ده دا زمکه

د دې پروګرام ويډيو دلته کتلی شئ.

پېښور: افغانانو د نوروز جشن ولمانځله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

XS
SM
MD
LG