د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلو او بلوچستان کې بارانونو ۱۵ کسان وژلي دي


پاکستان کې تېر کال سيلابونو پنجاب او سند کې ډېر زيان اړولی وو.
پاکستان کې تېر کال سيلابونو پنجاب او سند کې ډېر زيان اړولی وو.

په سوات کې بيړنی حالت علان شوی دی. چارواکو په قبايلي سيمو او خیپر پښتونخوا کې له خلکو غوښتي چې احتياطي تدابير دې ونيسي ځکه چې تر راتلونکوو دريوو ورځو پورې به بارانونه روان وي. له دې کبله به سيلابونه راځي.

په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د څو ورځو بارانونو له کبله پنځلس کسان وژل شوي او د څلورو ماشومانو په ګډون ګڼ کسان ژوبل شوي دي.

د خيبر انتظامي چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه د باړې په اکاخېلو کې د سختو بارانونو له کبله د کور چت راپريوتو په پېښه کې يوه مېرمن مړه شوې او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي د بلوچستان په شیراني او پشين ضلعو کې د کورونو چتونو د راپریوتو له کبله د دوو ماشومانو په ګډون لس کسه مړه شوي دي. همداراز ورته پيښې په چاغي، مستونګ او لورالایي کې هم رامنځ ته شوي دي چې پکې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يو بل خبر تر مخه نن په سوات کې د ممکنه سيلاب له نقصان څخه د بچ کېدو لپاره د دې ضلعې مرستيال کمشنر د يوې خبر پاڼې له لارې ويلي دي چې بېړنی حالت يې اعلان کړی.

د موسمیاتو محکمې خبردارې ورکړی چې د بارانونو لړۍ به دوام لري. ددغه محکمې یوچارواکي مشتاق شاه تیره ورځ مشال ریډیو ته اوویل چې راتلونکو څو ورځو کې به هم هوا باراني وي نو ځکه بايد خلک احتیاطي تدابير ونيسي.

نوموړي زياته کړه: ((تر دريوو ورځو پورې به قبايلي سيمو او د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې بارانونه وي. له دې کبله کيدای شي خوړونه راووځي او سيلابونه راشي.))

په خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي د بارانونو او واورې وریدو له کبله له دیر څخه چترال ته تلونکې مرکزي لاره تړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG