د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان به په ګډه او اتفاق جوړوو. ولسمشر غني


ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل چنده زیاتوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځد خوست، کنړ، لوګر، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ښاري حوزو او ولسوالیو د ملي امنیت امرینو او مدیرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د هېواد د ولسوالیو اوښاري حوزو د ملي امنیت مدیرانو او امرینو د دوه ورځني سیمینار په هکله د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د لومړی ځل لپاره هغوی له یو بل سره وکتل او خپلې تجربې او ننګونې یې سره شریکې کړې.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د سیمینار جوړول یو ښه نوښت وباله او د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر یې د ملي امنیت منسوبینو د باور او زړورتیا مننه وکړه. هغه وویل، ملي امنیت سترګې، غوږونه،عقل او پټه توره ده.

ولسمشر وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو د مبارزې او سرښندنو له برکته به راتلونکي نسلونه ارام وي. هغه زیاته کړه، [دا وطن په ګډه او اتفاق جوړو.]

محمد اشرف غني وویل، اوس د ژمنتیا وخت دی او باید د دې هېواد هر بچی دا ژمنه وکړي، چې دې خاورې ته په خدمت او یوازې په همدې خاوره کې باعزته ژوند کوي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل، چې د هېواد جغرافیې او عنعناتو پېژندلو په برخه کې کوښښ وکړئ، ځکه د وطن او خلکو له پېژندنې پرته د چارو ترسره کول سخت دي.

ولسمشر غني وویل، په افغانستان کې جنګ د حق او باطل تر منځ دی. هغه زیاته کړه، [موږ مسلمان یوو او له اسلام پرته بله فلسفه نه لرو.]

ولسمشر وویل، د ملي امنیت دنده د غیر مشروع قوې کارولو مخنیوی دی او زیاته یې کړه، که د جګړې په اړه دقیق معلومات نه وي، په تنهایي د وسلې استعمال ګټور نه دی.

هغه وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل چنده زیاتوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي. ولسمشر غني کړه، قوه داسې استعمال کړئ چې پایله ولري او خلکو ته د منلو وړ وي.

ولسمشر په پای کې په ټینګار وویل، د افغانستان دولت ټینګ عزم او اراده لري چې [موږ باید په پیاوړې اراده دا وطن اباد کړو.]

XS
SM
MD
LG