د زيارت په ورځ ماسپښين په اسلام آباد کې د معمول خبري غونډې دوران د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذکرياپه يو شمېر ملکي او خارجي چارو خبرې وکړې.
د افغانستان مفاهمتي عمل په اړه د يو تپوس په ځواب کې چې ګنې افغان طالبانو د مذاکراتو لپاره ځينې شرطونه ايښي نو په داسې حال کې ښکاري مذاکراتي عمل به وځنډېږي، وياند وويل جنګونه د مسلو حل نه وي، او مسلې په مذاکراتو هوارېږي.
د ده وینا وه چې د پاکستان مسلسل دا دريځ پاتې شوې چې په افغانستان کې د تلپاتې امن لپاره سياسي مذاکرات يواځېنۍ قابل عمل لار ده او دا د مفاهمتي عمل په ذريعه ممکن ده چې د افغانانو د خوښې مطابق وي.
وياند زياته کړه چې د څلور اړخيزه کمېټۍ د فيصلو مطابق به د شريکو زمه وارو ترلاندې پاکستان د مذاکراتي عمل شورو کولو لپاره خپل مثبت کردار جاري ساتي او دا چې افغان ولسمشر اشرف غني هم ټولو وسله والو ډلو ته مذاکراتو کې د ګډون دپاره نوې بلنه ورکړې ده.
دفېبرورۍ په ۲۳ مه نېټه په کابل کې شوې څلوراړخيزه همغاړېکوونکې کمېټۍ غونډه کې ويل شوي وو امکان دی د مارچ په ړومبۍ اوونۍ کې د افغان حکومت او وسله والو ترمنځه نېغ په نېغه خبرې وشي خو په دا ورستيو کې افغان طالبانو د ځينو شرطونو منلو پورې مذاکراتو کې له ناستې انکار کړی دی.
په داسې حال کې د مذاکراتو کېدو څومره امکان دی او کارپوهان د طالبانو غوښتنو ته څنګه ګوري په دغه اړه په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير او د پاکستان افغانستان د چارو کارپوه اياز وزير وويل چې د مذاکراتو لپاره افغان حکومت او طالبانو ته خپل خپل دريځ کې نرمي راوستل وي نو هېڅ ګرانه نه ده چې مذاکراتي عمل بيا شورو شي.
په خپلو خبرو کې وياند زياته کړه چې د افغانستان پاکستان چين او امريکا څلوراړخيزه کمېټۍ پنځمې غونډې لپاره هم سلا مشورې روانې دي خو تر دې دمه نه ده ټاکل شوې چې دغه غونډه به کله او کوم ځای کېږي، البته پاکستان ورته د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
رياض موسا خېل، اسلام آباد