د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مارچ په لسمه طالبانو سره مستقيمې خبرې کيږي


د مذاکراتو احتمالي نېته په داسې حال کې څرګنديږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف کابل ته ورغلی وو او هلته يې د افغان ولسمشر، محمد اشرف غني تر څنګ د نورو لوړپوړو چارواکو سره په سيمه کې د امنيت او سولې په اړه ملاقاتونه کړي وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان حکومت او وسله و الو مخالفينو ترمنځ به د سولې مخامخ خبرې د مارچ د لسمې او پنځسلمې تر منځ وشي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر وچقون نن د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړه لوري مخامخ خبرو لپاره چمتوالی نیولی دی. ((د مخامخ خبرو غونډه د مارچ له لسمه تر پنځلسم په اسلام باد کې جوړیږي، هیله من یو افغان حکومت او وسله وال مخالفین به په دې اړه یو تفاهم ته سره ورسیږي، څو په سیمه او افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.))

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا خبرې به په دوو دریو ورځو کې پیل شي.

په همدې حال کې پرون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند خیر الله ازاد پرون ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي وو: "زموږ تمه او انتظار دا دی چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو د باصلاحیته استازو تر منځ خبرې اترې راتلونکې اوونۍ اسلام اباد کې ترسره شي."

سرتاج عزيز ويلي وو چې پاکستان پر افغان طالبانو ځکه نفوذ لري چې دوی هغلته اوسي
سرتاج عزيز ويلي وو چې پاکستان پر افغان طالبانو ځکه نفوذ لري چې دوی هغلته اوسي

دا چې په دې مخامخ خبرو کې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو په استازیتوب څوک برخه اخلي؟ خیر الله ازاد یې په اړه د جزییاتو له ورکولو ډه ډه وکړه.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د حکومت له لورې به په خبرو اترو کې کې د برخه اخیستونکو کسانو لست هم د خبرو اترو تر پیل یوه ورځ مخکې په ډاګه شي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د جرمني خبري اژانس د پاکستان د دوو استخباراتي چارواکو له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور په خبرو اترو کې د خپلې ډلې د ګډون اجازه ورکړې.

طالبانو ته د فرورۍ په مياشت کې د اسلام اباد د مذاکراتو بلنه ليږل شوې او هغوی منلې ده

طالبانو تر دې مخکې ويلي وو چې دوی له دې مذاکراتو خبر نه دي خو ياد پاکستاني چارواکي ويلي چې د طالبانو مرکزي شورا ته د فرورۍ په مياشت کې بلنه رسېدلي او هغوی قبوله کړې ده.

ياده دي وي چې تېره هفته د پاکستاني وزيراعظم د ملي امنيت او بهرنيوو چارو سلاکار، سرتاج عزيز په واشنګټن کې ويلي وو چې دوی پر طالبانو ځکه نفوذ لري چې هغوی پاکستان کې اوسيږي او هلته ورته روغتيايي سهولتونه ورکړل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس په دې اړه په خپل راپور کې وایي، د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د بیلې شوې ډلې استازي هم ښايي له دې بهیر سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG