د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز ومنله، افغان طالبان په پاکستان کې اوسي


سرتاج عزیز پوښتنه وکړه، "څوک به وغواړي چې خپل ګاونډی په دې هېله اور ته واچوي چې د ده شاغولی به خوندي وي"

تر کلونو پاکستان بیا بیا له دې خبرې انکار کاوه چې افغان طالبان یې په خاروه کې خوندي ځایونه لري او یا دا چې اسلام اباد د دې وس نه لري، په افغانستان کې د هغوی تاوژن جګړه ییز کمپاین پای ته ورسوي چې له کبله یې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په لسګونه زرګونه افغان ولسي وګړي او هلته مېشت نړیوال سرېتري وژلي.

خو په یوه ناڅاپي سپېڅلې منلتیا کې د پاکستان وزيراعظم د بهرنیو چارو لپاره سلاکار سرتاج عزیز وویل،پر افغان طالبانو څه نا څه اغېز او نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په پاکستان کې دي او هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشتې دي.

نوموړي دا خبره پرون (سېشنبه) په واشنګټن ډي سي کې د بهرنيو اړيکو شورا يا کونسل آن فارن ريلېشنز نومې څېړنيزې ادارې يوې غونډې ته د وينا پر وخت وکړه.

سرتاج عزیز زياته کړه، که څه هم طالب مشران په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي خو په بشپړه توګه د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دي او نه هم د اسلام آباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

"موږ پر دوی اغېز لرو ځکه مشرتابه یې په پاکستان کې ده او هغوی ځینې طبي اسانتیاوې ترلاسه کوي. د دوی کورنۍ دلته دي، موږ ده وسیله پر دوی د فشار اچولو لپاره کارولای شو، او ورته وایو، راشئ 'د خبرو مېز ته کېنئ'. خو موږ د افغان حکومت په استازیتوب له دوی سره د روغې جوړې خبرې نشو کولئ ځکه موږ دوی ته هغه څه نشو وړاندې کولای هغه څه چې افغان حکومت یې ورکولای شي. "

د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په اړه سرتاج عزیز وويل:

"هيله لرو چې په راتلونکو ۱۰، ۱۵ ورځو کې به د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ ناسته وشي. دا پروسه به ډېره آسانه نه وي خو که دوه شيان په برياليتوب پر مخ ولاړ شي نو يوې روغې جوړې ته د رسېدو موقع شته. لومړی دا چې که حالات همدغسي پاتې شي او طالبان نورې مځکې ونه نيسي او دوهم دا چې دوی د خبرو پر مېز ځينې اساسي شيان وويني. نو زموږ هيله دا ده چې يو ځل خبرې پېل شي نو بيا به په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې کموالی يو مهم لازم شرط وي. "

سرتاج عزيز زياته کړه چې د افغان سولې بهير په لړ کې په تېرو اونيو کې د امريکا، چين، افغانستان او د پاکستان د استازو څلور څلور اړخيزې غونډې شوي دي چې ښې پايلې يې لرلي.

سرتاج عزیز دا مهال د پاکستان او امریکا ترمنځ د سټراټیجکي مذاکراتو په لړ کې د امریکا په دوره دی. په دې مذاکراتو کې امريکا له پاکستانه غوښتي چې خپلې اېټمي وسلې دې خوندي او کمي کړي او پر خپله خاوره دې د سختدريځه وسله والو ډلو په ضد عمليات وکړي.

سرتاج عزیز وویل، دوی به د خپلو وسیلې په کارولو سره د طالبان تګ راتګ محدود کړي.

"موږ به په پاکستان کې دننه روغتونونو ته د طالبانو رسايي محدوده کړو، پر دوی به نورې اسانتیاوې ودرو، او 'دړکې به ورته ورکړ که خبرو ته نه کېنئ نو موږ حتا تاسو له خپلې خاورې اېستلای شو'،"

نوموړي طالبانو ته د اسلام اباد سخت پیغام استولو خبره وکړه، چې د ډېری مشرانو په اړه یې ویل کېږي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې دېره دي.

"[موږ طالبانو مشرانو ته وویل] موږ له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې [تاسو] مېلمانه کړي یاست، نو نور مو نشو ساتلئ ځکه ټوله نړۍ مو ستاسو پرسر بدناموي چې [هغوی] دلته شتون لري،"

پاکستان، افغانستان، امریکا او چین تېره اوونۍ د یوې لار نقشې په طرح کولو سلا شول چې افغان جګړه د کابل او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو هواره کړي.

تمه ده د طالبانو استازي په راتلونکیو څو اوونیو کې دننه په پاکستان کې د سولې کېدونکیو خبرو په لومړي پړاو کې له افغان چارواکو سره مخامخ کېني.

خو، عزیز، د واشنګټن نندارچیانو کانې کولو لپاره ډېره خواري وګاله چې اسلام اباد له ټولو اسلامي تندلارو ډلو سره خپل ملاتړ غورزولی دی.

ده وویل، "له ۲۰۱۳م کال راهیسې چې زموږ حکومت په واک کې راغلی دی، نو زموږ په تګلاره کې څرګند بدلون رامنځ ته شوی دی. اوس موږ د ټولو ترهګرو پر وړاندې بې له توپیره چلند کوو،"

د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري سره ترڅنګ ولاړ ښاغلي عزیز وویل، پاکستان اوس په خپل ګاونډي هېواد افغانستان کې د تاوتریخوالي پارولو کې ډېره لږه لېوالتیا لري.

ده پوښتنه وکړه،

"څوک به وغواړي چې خپل ګاونډی په دې هېله اور ته واچوي چې د ده شاغولی به خوندي وي"

XS
SM
MD
LG