د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزيز: د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي


جان کېري او سرتاج عزيز
جان کېري او سرتاج عزيز

'پاکستان پر افغان طالبانو څه نا څه نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په هغه هېواد کې دي، هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشته دي.'

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز ويلي چې پر افغان طالبانو څه نا څه نفوذ ځکه لري چې د هغوی مشران په پاکستان کې دي او هلته طبي اسانتياوې کاروي او کورنۍ يې مېشته دي. نوموړي دا خبره پرون (سېشنبه) په واشنګټن ډي سي کې د بهرنيو اړيکو شورا يا کونسل آن فارن ريلېشنز نومې څېړنيزې ادارې يوې غونډې ته د وينا پر وخت وکړه.

سرتاج عزیز زياته کړه، که څه هم طالب مشران په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره مېشت دي خو په بشپړه توګه د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دي او نه هم د اسلام آباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

د افغان حکومت او افغان طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په اړه نوموړي وويل:

((هيله لرو چې په راتلونکو ۱۰، ۱۵ ورځو کې به د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ ناسته وشي. دا پروسه به ډېره آسانه نه وي خو که دوه شيان په برياليتوب پر مخ ولاړ شي نو يوې توافقنامې ته د رسېدو موقع شته. لومړی دا چې که حالات همدغسي پاتې شي او طالبان نورې مځکې ونه نيسي او دوهم دا چې دوی د خبرو پر مېز ځينې اساسي شيان وويني. نو زموږ هيله دا ده چې يو ځل خبرې پېل شي نو بيا به په افغانستان کې په تشدد کې کموالی يو مهم لازم شرط وي.))

سرتاج عزيز زياته کړه چې د افغان سولې بهير په لړ کې په تېرو اونيو کې د امريکا، چين، افغانستان او د پاکستان د استازو څلور څلور اړخيزې غونډې شوي دي چې ښې پايلې يې لرلي.

سرتاج عزیز دا مهال د پاکستان او امریکا ترمنځ د سټراټیجکي مذاکراتو په لړ کې د امریکا په دوره دی. په دې مذاکراتو کې امريکا له پاکستانه غوښتي چې خپلې اېټمي وسلې دې خوندي او کمي کړي او پر خپله خاوره دې د سختدريځه وسله والو ډلو په ضد عمليات وکړي.

XS
SM
MD
LG