د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې څلور پولیس سرتېري وژل شوي


د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یوه پولیس څلور ملګري وژلي او خپله له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یوه پولیس څلور ملګري وژلي او خپله له طالبانو سره یوځای شوی دی.

په کندهار کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیوته وویل چې دا پېښه بېګا شپه د کندهارــ ارزګان د لویه لارې په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

طالبانو ویلي چې یاد پولیس د دوی نفوذي کس و او له پېښې وروسته له دوی سره یوځای شوی دی.

د یوبل خبر له مخې د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه په شاه جوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتوکې پنځه وسله وال طالبانو وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

بل لورته د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو له لوري د پيل شويو عملیاتو په ترڅ کې د یو طالب قوماندان په ګډون نهه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کندز امنیه قومندان قسیم جنګل باغ نن د سېشنبې پر ورځ ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوی طالب قومندان زلمی نومېږي او د دوشنبې پر ورځ په دشتي ارچي ولسوالۍ کې وژل شوي دی.

XS
SM
MD
LG