د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: نړۍ د شام اوربند په اړه د ماسکو ژمنې څاري

د امریکا ولسمشر روسيیې ته خبرداری ورکړی چې نړی د شام د اوربند په اړه د ماسکو ژمنې څاري.

ټاکل شوې ده چې په سوریه کې سبا ته د اوربند موافقه عملي شي.

ولسمشر باراک اوباما د پنجشنبې پر ورځ له خپلو امنیتي سلاکارانو سره له کتنې وروسته وویل نړۍ به وویني چې روسیه او متحدان يې د اوربند موافقې ته درناوی کوي او کنه.

نوموړي وویل دا اوربند د روسيي او د شام د رژیم ازمیښت دی څو په ډاګه شي چې ایا ماسکو او دمشق د دغې پینځه کلنې کورنۍ جګړې د سوله يیز حل غوښتونکي دي او که څنګه.

اوباما زياته کړه، په شام کې به په ځینو سیمو کې جګړه دوام وکړي ځکه چې داعش او د القاعده سره تړلې النصره وسله والې ډلې د اوربند په موافقه کې شاملې نه دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG