د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان سرکار دې د افغان کډوالو نوملیکنه پیل کړي'


په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارتخانې کی د کډوالو چارو مشر مرستیال ذبیح الله وايي چې تراوسه ورته د کډوالو د رجسټرېشن پحقله د پاکستان حکومت نېټه نه ده ورکړې.

په پاکستان کې مېشت غېر راجستر افغان کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی د نوملیکنې (رجسټرېشن) بهیر دې له ژمنې سره سم ژرترژره پیل کړي.

په پېښور کې مېشت د افغانستان ننګرهار ولایت عبد الرشید مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت پروسږکال په مارچ میاشت کې وویلي ول چې په دغه هېوادکې مېشت ټول غېر راجستر کډوال به په څلورو (۴) میاشتو کې راجستروي، او دا دی نژدې یو کال پوره کېږي خو لا یې هم نوملیکنه نه ده پیل شوې.

د نوموړي وینا وه چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره هېڅ ډول قانونې اسناد نلري او چې کله يې هم پولیس ونیسي نو ډیر یې ځوروي او له دې وېرې خپله مزدوري په صحیح ډول نشي کولی.

د ذکر ده چی د تېر کال په اګست میاشت کې د پاکستان د سیفران وزیر عبدالقادر بلوچ په کابل کی د افغانستان د مهاجرینو وزیر سید علمي بلخي سره ملاقات پرمهال ویلي ول چې په پاکستان کې مېشت غیر راجستر کډوالو رجسټریشن به ژر شورو کړې شي.

مشال ریډیو چې کله دې لړ کې د سېفران وزارت سره تماس ونیولو نو د وزارت د یو چارواکي وینا وه چې د رجسټرېشن په باب د پاکستان کابینې تر دې دمه څه فیصله نه ده کړې.

په اسلام آباد کی د افغانستان په سفارتخانې کی د کډوالو د چارو د مشر مرستیا ذبیح الله وايي چې تراوسه ورته د کډوالو د رجسټرېشن پحقله د پاکستان حکومت لخوا څه نېټه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداری یو این ایچ سی آر ترمخه چې په پاکستان کې دا مهال تر پنځلس (١٥) لاکو زیات راجستر او تر یو میلیون زېات غېر راجستر کډوال ژوند کوي.

احمد الله- مشال ریډیو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG