د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ترهګري د پاکستان او افغانستان ګډه دښمنه ده'


د افغانستان ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر دې مهال وویل چې د کابل دښمن د اسلام اباد دښمن دی او اسلام دښمن د کابل دښمن دی.

نن چارشنبه په اسلام اباد کې د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د افغانستان ولسي جرګې له سپیکر عبدالروف ابراهیمي سره د لیدو مهال وویل، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو کولو پرېکړه د سولې بهیر لپاره یو مثبته اشاره ده.

له وزیراعظم کوره جاري شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نواز شریف په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره د اسلام اباد، کابل، چین او امریکا څلوراړخیزې ډلې پر هڅو ډاډ وښود او ویلي یې دي چې پر سم لوري ښه پرمختګ روان دی.

د خبرپاڼې په وینا د افغانستان ولسي جرګې سپیکر سره د لیدو مهال وزیراعظم وویل چې ترهګري د دواړو هېوادونو ګډه دښمنه ده او باید چې د مخینوي لپاره یې په ګډه کار وشي.

بلخوا د افغانستان ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر دې مهال وویل چې د کابل دښمن د اسلام اباد دښمن دی او اسلام دښمن د کابل دښمن دی.

په دې ملاقات کې د پاکستان قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق، د قومي اسمبلۍ غړی او د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم موجود ول.

XS
SM
MD
LG