د دوشنبې پر ورځ خپره شوې يوه ګډه خبرپاڼه کې دواړو هېوادونو ویلي چې د جنګ بندۍ به دې تړون کې داعش، له القاعده سره تړلې د “النصره” او د ملګرو ملتونو له خوا ترهګرې اعلان شوې ځینې وسله والې ډلې شاملې نه دي.
ويل شوي چې د شام په کړکیچ کې ښکېلې غاړې د فبرورۍ تر ۲۶ نېټې د جنګ بندۍ له دې لوظنامې سره خپل توافق ښودلی شي.
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې دا پلان په شام کې د روانۍ وینې تویدنې د مخنیوې لپاره یو ريښتینی ګام دی.
وايټ هاوس که څه هم د دې پلان عملي کېدل ستونزمن بللي خو ويلي يې دي چې د امن لپاره يې يوه ښه موقع برابره کړې او امريکا به ترې ګټه پورته کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دې طرحې هرکلی کړی او دا یې له اوږده انتظار وروسته د هیلمندۍ یوه نښه بللې ده.
نوموړي د سوریې په کړکیچ کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتي دي چې دې پلان ته درناوی وکړي.
د مذاکراتو عالي کمېټې په نامه د شام مهم اپوزيشن ډلې ويلي چې دوی دا جنګ بندي په دې شرط قبلوي چې د محاصرو ختمولو او په ملکي وګړو د بريدونو د ودرولو تر څنګ بنديان ازاد شي او مرستې وليږدول شي.