پاکستاني چارواکي وايي، پر کورمه د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په حمله کې یو مشکوک وسله وال وژل شوی او د وسله والو پټنځایونه ړنګ کړل شوي دي.
استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، تازه برید د فبرورۍ ۲۲مې پر سهار شاوخوا درې نیمې بجې د کورمې په پتاله سیمه کې شوی دی.
د دوی په خبره، په بمبارۍ کې یې د وژل شوي مشکوک وسله وال مړی تر لاسه کړی دی.
دوی وايي، په ډرون برید کې د وسله والو دوه ګاډي او د غلزیو په نوم د هغوی یو پټنځای ړنګ کړل شوی دی.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومت په بیا بیا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه غندلي او دا یې د خپلواکۍ ضد بللي دي خو امریکا وايي، د قبایلي سیمو په هغو برخو کې حملې کوي چې پکې د وسله والو پټنځایونه موجود دي.