د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ترهګرو خلاف د شریک سنګر نه جوړېدو و جوهات


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پاکستان له یوې لسیزې زیاته موده کېږي چې د ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی. حکومتي چارواکي ادعا کوي چې دغه جنګ زرګونه خلک مړه او ژوبل کړي او د اربونو روپو تاوان شوی دی، خو د ترهګرۍ خلاف شریک دریځ لا هم نشته.

اوس هم د هر برید نه پس بیلابیل ګوندونه بیلابیل نظرونه لري. د پېښې د اصلي عاملینو د معلومولو پر ځای په اسانه ګوته ګاونډیو هېوادونو ته نیول کیږي. دا هرڅه ولې داسې دي؟ شنونکي دې ته څنګه ګوري؟ کله چې د کارپوه حسن عسکري نه مو وپوښتل نو هغوی وویل:

ځیني ګوندونه په خپله د سختدریځۍ مفکوره لري، نو ځکه د ترهګرۍ خلاف شریک بیان مخې ته رانغلو.
پروفیسر حسن عسکري

« د باکستان سیاسي ګوندونه، په سهي مانو کې، د ترهګرۍ او سختدریځۍ په پېژندلو کې پاتې راغلي دي. ځیني ګوندونه په خپله د سختدریځۍ مفکوره لري، نو ځکه د ترهګرۍ خلاف شریک بیان مخې ته رانغلو. د سیاسي ګوندونو زیاته پاملرنه دې ته وي چې څنګه د خلکو نه رایې ترلاسه کړي، نه دا چې څنګه خلک له ترهګرۍ وژغوري. »

د پاکستان سختدریځه اسلامي ګوندونه
د پاکستان سختدریځه اسلامي ګوندونه

په پېښور کې مېشت کارپوه اعجاز خټک بیا وايي تر اوسه چې پاکستان کې د ترهګرۍ کومه پېښه وشي نو سیاسي ګوندونه او حکومت وايي ترشا یې بهرني لاسونه دي، دوی اصلا دا جګړه خپله نه ګڼي، نو بیا پرضد یې د شریک سنګر جوړولو سوال نه پیدا کېږي.

سیاسي ګوندونه ددې خبرې کولو نه ډډه کوي چې طالبان په غلطه دي.
کارپوه اعجاز خټک

« ګورۍ هره قضیه یو ولن « بدی » لري. دا د سیاسي ګوندونو دنده وي چې ولس د بدي له کړنو خبر کړي. د پاکستان سیاسي ګوندونو بدی په ګاونډی هیوادونو کې کېنولی دی، ولس ته وايي دا د طالبانو او نورو وسله والو ډلو کار نه دی. دوی ددې خبرې کولو نه ډډه کوي چې طالبان په غلطه دي. »

په لاهور کې یو سیاسي شنونکی سجاد نصیر بیا په دې نظر دی چې ځیني سیاسي ګوندونه د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته شاباسی ورکوي، نو همداده چې د ترهګرۍ خلاف تر اوسه یو شریک سنګر جوړ نه شو.




XS
SM
MD
LG