د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: یو کلتوري مرکز د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په ویاړ ادبي مېله جوړه کړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د ( لوک ورثه ) په نوم یو کلتوري مرکز د مورنیو ژبو د اهمیت په اړه دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د پاکستان د بیلابیلو سیمو نه ورغلو لیکوالو پکې برخه واخیسته. په دغه ادبي مېله کې د پاکستان پښتنو لیکوالو هم ګډون درلود.

په غونډه کې د پاکستان دننه د ۱۵ و ژبو ویونکي ۱۵۰ لیکوال او شاعران ورغوښتل شوي وو. په غونډه کې ګډون کونکیو په دې خبره ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د قرارداد سره سم دې ماشومانو ته په خپلو مورنیو ژبو کې د زدکړو اسانتیاوې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ ۲۱ مه په ګرده نړۍ کې د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. پښتانه دا ځل د مورنیو ژبو نړیواله ورځ د خوشالۍ له دې خبر سره یو ځای بدرګه کوي چې ګوګل شرکت په اول ځل پښتو ژبه د خپلو ژباړو په لیک لړ کې شامله کړه.

د فبرورۍ په ۲۱ مه په افغانستان ، پښتونخوا او د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې مېشت پښتانه د غونډو، پیغامونو او رسنیو له لارې یو بل ته د مبارکۍ پیغامونه ورکوي او دا هوډ کوي چې پښتو ژبه به هم د سیالو ژبو په لیکه کې ودروي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د هغې کورنۍ هم د فبرورۍ په ۲۱ مه د مورنیو ژبو د ورځې په ویاړ خپل پیغام خپور کړی چې پکې راغلي، « په موږ خپله مورنۍ ژبه پښتو لکه د خپلې مور ګرانه ده. پښتو به وایو، لولو او لیکو به یې. »

XS
SM
MD
LG