د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت د درغلیو تورونه رد کړل


د وزيراعلا پروېز خټک سلا کار مشتاق غني وايي، که د احتساب کميشن له مشر حامد خان سره داسې ثبوتونه وي چې وزيراعلا په درغلیو کې ککړ دی نو را دې وړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې احتساب کمېشن پخواني مشر حامد خان او ځېنو سیاسي ګوندونو دا تورونه رد کړي چې ګواکې د صوبې وزیراعلا پروېز خټک او د کابینې غړیو درغلي کړې ده.

هلته عوامي نېشنل ګوند تور پورې کړی چې دا کمېشن د دوی بدنامولو لپاره جوړ کړل شوی وو او چې د وزیراعلا ضد یې اقدامات کول غوښتل نو اوس یې حکومت مخه نیسي.

د خیبر پښتونخوا حکومت اېتلافي ګوند جماعت اسلامي هم وايي چې کله د احتساب کمېشن مشر له دندې لیرې کول کېده نو باید حکومت یې پر ضد سم ثبوتونه وړاندې کړي وای.

د وزيراعلا پروېز خټک سلا کار مشتاق غني وايي، که د احتساب کميشن له مشر حامد خان سره داسې ثبوتونه وي چې وزيراعلا په درغلیو کې ککړ دی نو را دې وړي.

((پوښتنه دا راپورته کېږي چې کله حامد خان د احتساب کميشن مشر وونو هغه داسې هېڅ قسمه الزامات نه وو لګولي. د احتساب کميشن اختيارات چې يواځې له يو تن سره وو هغه موږ نوموړې ادارې ته ورکړل، اختيارات پروېز خټک نه دي اخستې بلکې د احتساب کميشن او د دې له مشر دواړو سره دي))

مشتاق غني وايي، مخکې ټول اختيارات د احتساب کميشن له پخواني مشر حامد خان سره ول چې له وجې يې خلکو ته انصاف نه ورکول کېدو، خلک له مياشتو راهيسې په جېلونو کې پراته وو او د احتساب په نوم له خلکو انتقام اخیستل کېدو نو ځکه دوی په احتساب اېکټ کې د بدلون له لارېاختيارات په احتساب کميشن او د دې په مشر کې سره تقسيم کړل چې وروسته د دې په غبرګون کې د احتساب کميشن مشر حامد خان د احتجاج په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

خو د عوامي نېشنل ګوند يوه مشره بشره ګوهر تور لګوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت احتساب کميشن د عوامي نېشنل ګوند د بدنامۍ لپاره جوړ کړی وو او د دوی د وزيرانو او کارکوونکو پرضد يې کاروايانې کولې خو د دې په خبره چې اوس هم دغه کميشن د وزيراعلا او د هغه د کابيني پرضد ګامونه پورته کول پيل کړل نو له حکومت سره په احتساب کميشن کې د اصلاحاتو کولو غم پيدا شو.

نوموړي تور ولګولو چې په احتساب کميشن کې اوسنی بدلون د پروېز خټک بچ کول دي:

(( دا ټولې هلې ځلې د پروېز خټک بچ کولو لپاره روانې دي، له پروېز خټک سره تړلې چې کومې خبرې رواني دي په هغوی کې افتاب احمد خان شيرپاو هم ککړ دی، دا چې د تنګي ماين کومه قيصه روانه ده په هغه کې شيرپاو ککړ دی او پروېز خټک هم ککړ دی نو پروېز خټک او شيرپاو په شريکه هڅه کوي چې چاته دغه خبرې په ډاګه نشي نو ځکه دوی غواړي چې په احتساب کميشن کې بدلون وکړي))

خو د قامي وطن ګوند مشر سکندر شيرپاو دغه تورونه ردوي او زیاتوي:

((د تنګۍ کېس چې [تاسو] خبره کوئ، هېڅ قسمه د تنګۍ کېس هډو شته نه، که تاسو بيا د تنګۍ مايننګ خبره کوئ نو دا هرڅه خو هغه وخت شوی وو چې کله بل څوک د معدينياتو وزير وو نو هغه [موږ پورې تړل زما په فکر ډيره نامناسبه خبره ده او ما له بشره ګوهر بي بي دغه توقع نه لرله))

د خېبر پښتونخوا حکومت اتحادي ګوند د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم وايي حکومت چې د احتساب کميشن په نوم کومه اداره جوړه کړې نو چې کله د دې مشر ليرې کوي نو بايد چې د لیرې کولو يې پوره پوره ثبتونه په ډاګه کړي:

(( حکومت احتساب کميشن جوړ کړی نو بايد چې د دې د مشر د لیرې کولو پوره پوره وضاحت وکړي، د احتساب کميشن مشر ته هم پکار ده چې هغه ته په استول شوي خط کې چا ويلي ول چې کوم کسان دې ونيسي او کوم دې نه نيسي؟))

که څه هم د وزيراعلا سلا کار مشتاق غني د سياسي ګوندونو او د احتساب کميشن د پخواني مشر تورونه رد کړلخو د پاکستان تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا څانګې ځینو غړو هم پرون د يوې مظاهرې په ترڅ کې له خپل مشر عمران خانه غوښتنه وکړه چې په وزيراعلا پروېز خټک د درغلۍ د لګېدلو تورونو پلټنې وکړي. خو د وزيراعلا سلا کار دغه سياسي اختلاف وبایللو او پر دې اړه يې لهڅه ويلو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG