د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د باچاخان او ولي خان تلين ولمانځل شو


په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د خان عبدالغفارخان او ولي خان تلين ولمانځل شو، چې پکې د ياد ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو ويناوې وکړې او دواړو مشرانو ته يې د عقیدت پیرزوينې وړاندې کړې.

په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د خان عبدالغفارخان او ولي خان تلين ولمانځل شو، چې پکې د ياد ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو ويناوې وکړې او دواړو مشرانو ته يې د عقیدت پیرزوينې وړاندې کړې.

په کوټه کې د چارشنبې په ماځيګر د عوامي نېشنل ګوند کوټې څانګې لخوا د خدايي خدمت ګار تحريک د بنسټ ايښودونکي باچاخان او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر خان عبدالولي خان ګډ تلين ولمانځل شو.

د تلين يادې غونډې ته په وینا کې د یاد ګوند يوه مرکزي مشر ډاکټر عنایت الله خان وویل، باچاخان په هند او پاکستان کې د عدم تشدد تر ټولو لویه هستي وه، چې د همدې تاييد ماتما ګاندهي هم کړی.

ډاکټرعنایت الله خان وویل، ماتماګاندهي په خپل نوښت کې ویلي چې، د عدم تشدد په سیاست کې باچاخان تر ماهم دوه ګامه مخکې دي، هغه ځکه چې د ده په خبره ما په داسې ټولنه کې د عدم تشدد پرچار کړی، چې هغوی تشدد ډېر نه پېژاند، بلکې د دې برعکس باچاخان بیا په داسې ټولنه کې همدا پرچار کړی، چې هلته کله چې ماشوم پيدا کېږي، نو لومړی د ډز ږغ اوري؛.

دې غونډې ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغرخان اڅکزي بیا وویل، پښتنو په خپل وخت کې باچاخان هم په سمه توګه منلی نه دی او په هر وخت کې يې د هغه د تحريک د پرشا تمبوولو هڅې کړې.

عوامي نېشنل ګوند تردې وړاندې د تېري مياشتې پر ۲۰ نېټه د تلين همدا غونډه ايښې وه، چې په همغه ورځ په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون تر برید وروسته وځنډېده او ددې برید تر ویر وروسته يې بېرته د کوټې په شمول د صوبې په بېل بېل سیمو کې د تلين همدا غونډې جوړې کړې.

XS
SM
MD
LG