د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې چاودنې ۲۸ کسان وژلي


د ترکي په پلازمېنه انقره کې یو سترې چاودنې اتویشت کسان وژلي او یو شپېته یې ټپي کړي دي.

د ترکي په پلازمېنه انقره کې یو سترې چاودنې اتویشت کسان وژلي او یو شپېته یې ټپي کړي دي.

دا چاودنه د هیواد پارلمان او پوځي مرکز ته نژدې د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.

د ترکي حکومتي اژانس وايي چې حکومت تر پېښه وروسته د خبري رسنیو لرې ساتلو امر کړی دی.

دا تر اوسه نه ده څرګنده چې دا چاودنه به چا کړې وي. په دې وروستیو کې هلته کردي یاغیانو ، داعش او یو بل کڼ اړخې سخت دریځې ډلې بریدونه کړي دي.

د اکتوبر په میاشت کې د انقرې د اورګاډي تمځای ته نژدي د امن پر یو لاریون بمي برید یو سل دوه تنه وژلي وو.

دا له کلونو راهسې په ترکي تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی وو چې تور یې پر داعش پورې شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG