د لاسرسي ځای

تازه خبر

والنټاین ورځ


تر ټولو خپه کوونکې خبره دا ده چې د ملک ولسمشر ممنون حسېن هم په خپل یوه بیان کې پر خلکو غږ/ږغ کړی چې د والنټاین ورځې له لمانځلو دې ډډه وکړي.

په پاکستان کې د والنټاین پر ورځ مې زړه ډېر خپه شو، ځکه چې په پېښور کې ځینو خلکو د ګلونو دکانونه د ډنډو په زور په دې وتړل چې په دغه هېواد کې مسلمانان اوسېږی او د دغه ورځې لمانځل له اسلامي دودنو سره اړخ نه لګوي.

ځینو تندروه ډلو په پاکستان کې د دې ورځې پرضد مظاهرې هم ترسره کړې او غوښتنه یې کوله چې دا دې د حیا ورځې په توګه ولمانځل شي. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې پر والنټاین ورځ دې بندیز ولګوي.

د پاکستان په ټي وي چېنلونوهم پر دې ورځ دغه بحث روان وو او ځینې تبصرې د والنټاین ورځې په حق کې وې او ځینې یې پر ضد وې.

ما په خپله کله هم د والنټاین ورځ نه ده لمانځېل او نه هم خپلې کورودانې ته پر دغه ورځ یو ګل یا سوغات ډالۍ کړی دی. خو یو شمېر دوستان لرم چې دا ورځ لمانځي او له خپلو کورنیو سره بهر رېسټورانونو ته ځي او خپل بچیان په سیل باسي. خو کله هم خپلو ملګرو ته نه دي ویلي چې دغه ورځ مه لمانځئ.

ځکه چې که په دې ورځ خلک بهر ووځي او په بازارونو کې که یو لږه ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شي نو د ځايي خلکو کاروبار ته به ګټه ورسي. او که په دې ورځ یو څوک خپلې مېرمنې یو ګل یا سوغات پیرزو کړي زه پکې هېڅ ګناه نه وینم.

هر کال مې په دې ورځ زړه په دې وجه خپه شي چې ولې یواځې په پېښور کې د والنټاین ورځې پر لمانځلو دومره ډېر زیات فشار جوړېږي او په پاکستان کې یواځې په پېښور کې د دې ورځې په نه لمانځلو زیات زور اچول کېږي او د پاکستان په نورو ښارونو کې د دې ورځې لمانځلو په لړ کې دومره ډېر فشار نه لیدل کېږی. د پاکستان په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې ډلې ډلې خلک د دې ورځې لپاره تیاریانې هم کوي او سوداګانې هم کوي. خو که په پېښور کې یو کمزوری دوکاندار د والنټاین ورځې نوم اخلی نو د هغه دکان تړل کېږی.

په نړۍ کې نور هم ګڼ اسلامي هېوادونه دي او هلته هم ګڼ مسلمانان د والنټاین ورځ لمانځي، هلته مو کله هم نه دي لیدلي چې یو څوک دې د یوچا دوکان په زوره وتړي.

تر ټولو خپه کوونکې خبره بیا دا ده چې د ملک ولسمشر ممنون حسېن هم په خپل یوه بیان کې پر خلکو غږ/ږغ کړی چې د والنټاین ورځې له لمانځلو دې ډډه وکړي.

زما په اند د ملک سیاسي مشران پرځای د دې چې د والنټاین ورځې په مناسبت بیانونه ورکوي دوی ته پکار ده چې په ملک کې د تندروه فکر په اړه د خلکو نظرونه واړوي.

XS
SM
MD
LG