د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډېر ژر به د سولې او ثبات لمر راوخېژي'


د افغانستان ملي وحدت حکومت مشران
د افغانستان ملي وحدت حکومت مشران

د افغانستان ملي وحدت حکومت مشرانو یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له وسله وال مخالفته لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو وتلو د ۲۷ مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، سولې ته د رسېدو لارنقشه جوړه شوې او وسله وال مخالفان کولای شي له دې فرصته په ګټه له سولې سره یوځای شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هغه وخت لرې نه دی چې په هېواد باندې د سولې او ثبات لمر راوخیژي.

"د طالبانو په ټولو ډلو د حکمتیار په مشري په اسلامي حزب او نورو مخالفانو غږ کوم چې راشئ د سولې له کاروان سره یوځای شئ، که هره مخالفه ډله له موږ سره د سولې او ورورګلوۍ ژوند کوي زموږ غېږ ورته خلاصه ده او هرکلی یې کوو او هغه وخت لیرې نه ده چې د سولې او ثبات لمر به انشاالله راوخیژي او افغانستان د نورو له احتیاجه راووځي."

په دې غونډه کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې د زور او جګړې له لارې هېڅوک خپل هدف ته نشي رسېدلای.

ښاغلي عبدالله عبدالله زیاته کړه:

"یو ځل بیا زه له دغه چوترې پر وسله والو مخالیفینو ږغ/غږ کوم چې په جنګ د بې ګناه خلکو په وژنه او خشونت کوم ځای ته نشی رسیدلای که کوم ارمان لرئ فکر لرئ او یا نظر لرئ راشئ د مذاکرو په میز کې خپله موضوع مطرح کړئ."

د افغان حکومت مشرانو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وکړې.

د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې په شپږمه افغانستان ته راغلې او تر نهو کلونو جنګ جګړو وروسته د ۱۳۶۷ کال د د لوې په شپږویشتمه له افغانستانه ووتلې.

په ورته وخت کې یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو هم په عادلانه او تل پاتې سولې تاکید وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د تېرحکومت لاس ته راوړنې باید په سوله کې خوندي شي.

د حامد کرزي په مشرۍ د پخواني حکومت یو شمېرچارواکو او پخوانیو جهادي شخصیتونو هم په دې مراسمو کې باعزته سوله د ټولو افغانانو اړتیا وبلله.

د ولسمشرۍ پخواني مرستیال کریم خلیلي وویل چې له طالبانو سره سوله باید دیني او ملي ارزښتونه خوندي کړي.

له طالبانو څخه سولې ته د راتګ غوښتنه څه نوې خبره نه ده، بلکې دا ډول غوښتنې له دې وړاندې هم شوي، خو طالبانو تل د ټوپک په ژبه ځواب کړي دي.

اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روانې فبرورۍ تر وروستیو پورې به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصه کړي.

په دې اړه به د کب میاشتې په څلورمه نېټه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي د څلورم ځل لپاره سره جرګه شي.

معلومه نه ده چې د حکومتي چارواکو له دې غوښتنو سره - سره به طالبان دا ځل د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي او که به بیا هم خپل وسله وال مخالفت ته دوام ورکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG