د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: د پاکستان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په اسلام اباد کې یې د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د تښتونې په اړه جدي اندیښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

فضل الله وحیدي
فضل الله وحیدي

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د فبرورۍ په ۱۴مه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د پاکستان له سفیر ابرار حسین څخه وغوښتل چې پاکستان باید له ټولو امکاناتو کار واخلي څو د ښاغلي وحیدي تښتونکي معلوم او دی یې له منګولو خلاص کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ او هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د افغانستان مهم شخص دی او د اسلام اباد په پرامنه سیمه کې تښتول شوی دی.

ښاغلی وحیدي د تیرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې لادرکه شوی دی چې له دې وړاندې پاکستاني پولیسو هم د نوموړي د موندلو ډاډ ورکړی و.

په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال مشال راډیو ته ویلي چې د وحیدي د پيدا کیدو په اړه یې د هغه هېواد له صدر اعظم نوازشریف او نورو چارواکو سره خبرې کړي دي. زاخېلوال هيله من دى، چې پښاغلی وحیدي به په نږدې راتلونکي کې خوشې شي.

افغان سفیر پرون مشال راډيو ته وويل، چې د ښاغلي وحيدي د موندنې لپاره د اسلام اباد ښار په بېلابېلو برخو کې له امنيتي کېمرو اخيستل شوي تصويرونه هم راټول شوي دي:

« له امنیتي کېمرو لاس ته راغلي انځورونه، د وحیدي د تښتونکو په پېژندګلوۍ کې مرسته کولی شي. موږ هیله من یو چې هغه به زر خوشې شي.»

سيد فضل الله وحيدي د افغانستان په کونړ او هرات ولایتونو کې د والي په حیث کار کړی و. تر دې دمه هېچا د نوموړي د تښتول کېدو مسولیت قبول کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG