دا يوه پوښتنه ده چې وسله والو ولې د بريد پر مهال د باچا خان تصويرونه ويجاړ کړي وو خو موږ به د عدم تشدد د دغه لوی مبارز تصوير ليري نه کړو - فضل رحيم مروت
په همدې حال کې د ياد پوهنتون وياند سعيد خان خليل نن د شنبې په ورځ مشال ريډيو ته وويل چې امنيتي ادارو ورته د حفاظت پوره ډاډ ورکړی نو ځکه خو د پوهنتون بيا پرانيستلو فیصله وشوله.
پر دغه پوهنتون د شوې حملې زمه واري تحريک طالبان پاکستان عمر منصور ډلې پر غاړه اخيستې وه.
د پريد پر مهال وسله والو د عدم تشدد مبارز، پښتون سياستوال او د ټولنې د اصلاح لپاره کارکوونکي باچاخان تصوير هم په ټوپکو وهلی او خراب کړی وو. تر دې وروسته ځينو خلکو دا وړانديز وکړ چې له پوهنتون څخه دې د باچاخان تصويرونه ليري شي نو بيا به ورته امنيتي ګواښونه نه وي خو ډاکټر مروت وايي:
((سوال نه پيدا کيږي چې څوک دې د باچاخان تصوير ليري کړي. پوهنتون د باچاخان په نامه دی او د هغه تصوير زموږ سمبول دی.))
دا په خيبر پښتونخوا کې پر تعليمي ادارو د بريد لومړی وار نه وو. د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر شپاړسم تاريخ وسله والو د پېښور پر آرمي پبلک سکول برید وکړ او خوا او شا ۱۴۰ زده کوونکي او نور کسان يې ووژل.
پر باچاخان پوهنتون تر بريد وروسته د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت يو تحقيقاتي کمېټې جوړه کړله. دغه کمېټې وړانديز کړی وو چې د امنيت نه ساتلو له کبله دې مرستيال مشر يا وایس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت له دندې ليري کړل شي خو ياد پوهنتون انتظامیې په يوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د ډاکټر مروت تر شا ولاړ دي. د دوی دريځ دا وو چې امنيت ساتل د وايس چانسلر نه بلکې د امنيتي ادارو او پوليسو دنده ده نو بايد چې د پېښی پلټنو لپاره یو عدالتی کمیشن جوړ کړل شي.