د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان امنيت له اقتصادي راهدارۍ سره خراب شوی


د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري په کوټه کې د یوه ټپي پولیس سرتېري تپوس ته ورغلی.
د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري په کوټه کې د یوه ټپي پولیس سرتېري تپوس ته ورغلی.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناء الله زهري وايي، حکومت یې په ذهني توګه تیار وو، چې له چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره به د صوبې به امنيتي وضع خرابه شي؛.

د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناوالله زهری وايي، د ده حکومت په دې خبر وو، چې له چین ـــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره به يې په صوبه کې امنيت خراب شي، خو په خبره يې حکومت به يې امنيتي وضع ډېره ژر ښه کړي.

د بلوچستان صوبې اعلی وزیر نواب ثناوالله زهری وايي، په صوبه کې يې د امنيت وضع د ګوادر ـــ کاشغر راهدارۍ له امله خراب شي او په خبره يې دوی ته مخکې هم مالومات ول، چې له دې پروژې سره به يې په صوبه کې حالات خراب شي.

نواب زهري د زیارت/پنجشنبې په ماښام د کوټې ملېشه ځواکونو په یوه روغتون کې د هغو امنیتي سرتېرو تپوس ته ورغلی وو چې د تېر خالي په ورځ په یوه ځانمرګي برید کې ژوبل شوي ول. پر دې مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، حکومت يې د حالاتو په ناڅاپي بدلون خبر وو خو هیله یې وښودله، چې امنيتي وضع به ښه کړي.

د بلوچستان وزیراعلی په دې خبرو کې زیاته کړه، حکومت يې پلان لري، چې کوټه يو وارې بیا باثباته ښار جوړ کړي او د همدې لپاره يې ټولو اړونده امنيتي لوړپوړو مشرانو ته امر کړی، چې په جدي توګه حالات کنټرول کړي.

نوموړي وویل: ؛هڅه کوو، چې کوټه يو باثباته ښار جوړ کړو؛.

نواب زهری وايي، که څه هم حکومت او امنيتي ادارې يې په بلوچستان صوبه کې د تحريک طالبان پاکستان، لښکر جنګوي او د بېلتونپالو بلوڅ وسله والو ډلو سره لاس او ګرېوان دی، خو په وینا يې په دغه صوبه کې تراوسه داعش ډله شتون نه لري.

XS
SM
MD
LG