د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجګور پر یوه مېلمستون برید، شپږ تنه وژل شوي


Pakistan -- Baluch rebels hold their weapons as they pose for a photograph at an undisclosed location in Baluchistan province, undated
Pakistan -- Baluch rebels hold their weapons as they pose for a photograph at an undisclosed location in Baluchistan province, undated

بلوڅو بېلتونپالو ډلو وژل شوي کسان د پاکستاني استخباراتو مخبران بللي او زیاتوي، دا د پاکستان ریاست د يوې مرګونې ډلې (ډيت سکواډ) غړي ول، چې د بېلتونغوښتونکو لخوا ووژل شول.

د بلوچستان په پنجګور سیمه کې نامالومه وسله والو پر يوه مېلمستون برید کړی، چې پکې شپږ تنه وژل شوي دي. پولیس وايي، په وژل شويو کې ځيني کسان دوی ته د غلا، شوکو او اغوا په پېښو کې مطلوبه ول. د برید مسوولیت رسنيو ته بلوج لیبرېشن فرنټ نومې وسله والې ډلې قبول کړی دی.

د بلوڅ مېشتې پنجګور سیمې پولیس وايي، له دې ښاره شاوخوا درې کیلومیتره لرې په کلي بونستان دازي کې وسله والو په ډزو شپږ تنه وژلي او په تېښته کې بریالي شوي دي.

د دغې سیمې د پولیسو په خبره د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه وسله والو په ياد کلي کې د محمد اسماعيل په نامه د يوه تن پر مېلمستون برید کړی، چې پکې يې د مېلمنو او کوربنو په شمول شپږ تنه وژلي دي.

پولیس زیاتوي، تردې برید وروسته وسله والو د دې کسانو وسلې او موبايل ټيليفونونه هم له ځانه سره وړي. د پولیسو په خبره په وژل شويو کې ځينې کسان دوی ته د غلا، شوکو او د پېسو لپاره د سړي تښتوونو په پېښو کې مطلوبه وو.

بلې خواته پر ټولنیزو رسنيو بلوڅو بېلتونپالو ډلو وژل شوي کسان د پاکستاني استخباراتو مخبران بللي او زیاتوي، دا د پاکستان ریاست د يوې مرګونې ډلې (ډيت سکواډ) غړي ول، چې د بېلتونغوښتونکو لخوا ووژل شول. د دې برید مسوولیت هم رسنيو ته د بلوڅو ازادي غوښتونکې يوې وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ قبول کړی دی.

XS
SM
MD
LG