د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي آی اې کارکوونکو اته ورځنی کاربنديز پای ته ورسوی


د پاکستان د قامي هوايي شرکت کارکوونکي د احتجاج پر مهال
د پاکستان د قامي هوايي شرکت کارکوونکي د احتجاج پر مهال

د ادارې وياند دانيال ګيلاني ويلي چې د کارکوونکو د کاربنديز له کبله شاوخوا ۶۰۰ پروازونه منسوخ شوي او ادارې ته تر دوه نيم اربه روپيو زيات تاوان رسېدلی دی.

د پاکستان قامي هوايي شرکت (پي آی اې) کارکوونکو د دغه ادارې د شخصي کولو پرضد خپل کاربنديز اته ورځې وروسته پای ته رسولی دی. تېر ماښام په کراچي کې د پي آی اې کارکوونکو د ګډې کمېټۍ مشر کېپټن سهېل بلوڅ خبريالانو ته وويل چې يو حکومتي استازي ورته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

د پي آی اې کارکوونکو اته ورځې وړاندې د دغه ادارې د شخصي کولو پر ضد احتجاج پېل کړ. په کراچي کې د دوی پر لاريون په تورن ډول د امنيتي ځواکونو لخوا په ډزو کې د دغه ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي وو. تر دې پيښې وروسته پي آی اې خپل ټول کورني او بهرني پروازونه درولې وو او کاربنديز يې کړی و. بلخوا د ادارې وياند دانيال ګيلاني ويلي چې د کارکوونکو د کاربنديز له کبله شاوخوا ۶۰۰ پروازونه منسوخ شوي او ادارې ته تر دوه نيم اربه روپيو زيات تاوان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG