افغان طالبانو په یوه لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو په رژیم کې د کندهار پخوانی والي ملا حسن رحماني له ورپېښې ناروغۍ مړ شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د ځیګره سرطان درلود.
ځيني راپورونه بیا وايي چې نوموړی د پاکستان په کراچۍ ښار کې په ناڅرګند ډول وژل شوی دی.
خو د طالبانو د رژیم پر مهال د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل ازادي راډيو ته وویل چې د ده د معلوماتو له مخې ملا حسن رحماني تور ژړی درلود او د هغه د مالوماتو له مخې مړینه یې طبعي وه.
د راپورونو له مخې ملا حسن رحماني چې په ملا حسن آخند مشوره و، د طالبانو د هغه پلاوي غړیتوب درلود چې پروسږ کال یې د چین په ارومچي کې د افغان حکومت له پلاوي سره ولیدل.
کله چې د طالبانو د پخواني مشرملاعمر د مرګ خبرخپور شو نو ملا حسن رحماني د ملااختر محمد منصور له مشرۍ سره خپل مخالفت څرګند کړ.
رحماني، هغه مهال له ازادي راډيو سره په مرکه کې ویلي ول چې د ده او یو شمېرطالب قومندانانو په باور د ملاعمر ۲۳ کلن زوی د طالبانو مشرۍ لپاره غوره کس دی.
د همدې اختلافاتو له امله نوموړی یوه میاشت مخکې د طالبانو د رهبرۍ له شورا څخه وایستل شو خو ویل کیږي چې په دې وروستیو کې ده بیرته ملا اخترمحمد منصورته خپل بیعت اعلان کړ.
د تېر مېلادي کال په جولای میاشتې کې چې د طالبانو مشر ملا عمر د مرګ راپور خپور شو نو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې دویم پړاو خبرې و ځنډول شوې.
آن ویل کیږي چې د طالبانو اوسنۍ مشر ملا اختر محمد منصور هم په وروستیو کې کوټي ته نږدې د خپلمنځیو اختلافاتو په نتیجه کې ووژل شو، چې بیا وروسته طالبانو دا مساله رد کړه.
د افغانستان سولي عالي شورا وایي، د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړي ملا حسن رحماني مړینه به د سولې پر بهیر تر یو بریده منفي اغیزه ولري.
د طالبانو د مخکیني رژیم یو شمېر غړي وایي، نوموړي د سولې په خبرو کې مهم رول درلود خو د چارو کارپوهان بیا وایي چې د یو شخص مړینه نشي کولای د سولې بهیر مخه واړوي.
که له یوې خوا له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره کوښښونه جاري دي نو بل لور ته ویل کېږي چې د وسله والو طالبانو د یو شمېر غړېو مرموزه مړینه به دغه بهیر اغیزمن کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په کوردننه او هم په نړیواله کچه داسې هڅې کیږي چې د افغانستان سولې بهیر له خنډ سره مخامخ شي.
د دغې شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې د ملا حسن رحماني د مړینې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د هغه نه موجودیت به د سولې په خبرو کې بې اغیزې نه وي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه:
"د دا ډول شخصیتونو نشتون به واقعاً د سولې پر خبرو یو څه اغیزه ولري. ولې چې ده د سولې لپاره یو ښه نیت درلود."
د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزیري بیا په دې باور دی چې د وسله والو مخالفینو له لیکې د یوه شخص مړینه دومره منفي اغیزه نه شي کولای چې د سولې بهیر له اصلي مسیره و ګرځوي.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"د سولې پروسې ته دومره زیان نه شي رسولای چې هغه له خپل اصلي مسیره منحرفه کړي د ملا حسن د مړینې له کبله. البته که مخامخ کیدله هم نور عوامل به ولري."
ښاغلی وزیري وایي، ملاحسن رحماني د طالبانو په لیکو کې پوځي واک نه درلود نو ځکه ښایې د ده مړینه د سولې خبرې ډیرې ستونزمنې نه کړي.
خو نوموړی دا موضوع هم نه ردوي چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې استخبارتو تل د خنډ جوړولو هڅې کړي دي.
محمد قسیم سوله مل