د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني مدرسې او د ترهګرو سره يې د تړاو تورونه


د کراچۍ يوه مدرسه
د کراچۍ يوه مدرسه

پاکستان کې په زرګونو مدرسې موجودې دي چې پر ځينو يې د افغان او امريکايي چارواکو سربېره ځينو پاکستاني سياستوالو او څيړونکو هم وخت په وخت د ترهګرو د ملاتړ تورونه پورې کړي دي. د پاکستان حکومت وعده کړي چې دا مدرسې د خپل انتظام لاندې راولي خو څيړونکي وايي رياست په دې کار کې سنجيده نه دی

په دې وروستيوو کې د پاکستان کورنيوو چارو وزارت وويل چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جوړ کړي، قامي ايکشن پلان لاندې يې په تېر يو کال کې د مشکوکو فعاليتونو په تور ۱۸۲ مدرسې بندې کړي دي. پاکستان کې د حکومتي شمېرو ترمخه دغلته خوا او شا دوه ويشت زره مدرسې دي خو ځيني مطبوعاتي رپورټونه وايي چې دا شمېر خوا او شا څلويښت زره دی.

د وفاق المدارس په نامه ادارې په خپل ويب سايټ ليکلي چې دې کې د اتلسو زرو مدرسو انتظام د دوی په لاس کې دی چې څه دپاسه دوه ويشت لکه زده کوونکي لري.

مولانا يوسف شاه
مولانا يوسف شاه

د وفاق المدارس سره تړلې، حقانيه مدرسې بنياد ايښودونکی منتظم مولانا سميع الحق نماينده، مولانا يوسف شاه مشال ريډيو سره خبرو کې وويل:

((زموږ مدرسې ټولې رجسټرډ دي. خو د دې رجسټريشن يا نوم ثبتونې د نوي کولو لپاره حکومت خنډونه جوړوي. د وفاق المدارس ټولې مدرسې رجسټريشن ته هم تيارې دي او د پخوا په شان آډيټ يا د حساب کتاب څارنې بهير ته هم. موږ له هيڅ بهرني حکومته پيسې نه اخلو بلکې د خلکو په چندو چليږو.))

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځينو سرچينو له خولې ليکلي چې پاکستان کې خوا او شا نهه زره مدرسې چې لکونه زده کوونکي لري، د حکومت سره رجسټرډ نه دي نو ځکه پري سرکاري کنټرول نشته.

مدرسو کې د بيلابيلو خلکو ګټې دي. موږ له دې جهاديان راوباسو او د خپلو هدفونو لپاره يې کاروو. مدرسې د پيسو او زور سرچينې دي نو ولې يې بندې کړي؟

د پاکستاني پوځ پخوانی افسر او امنيتي چارو کارپوه، بريګيډير سعد محمد خان وايي پاکستان دې د ترهګرۍ په وړاندې خپلې پاليسۍ بدلې کړي نو د مدرسو ممکنه خطر به ختم شي.

هغه زیاته کړه: ((حکومت چې يوه مدرسه بنده کړي نو بله خلاصه شي. په يوې يوې مدرسې بندولو کار نه کيږي. دا ښئ چې رياست سنجيده نه دي. د اوږدمهالې ستراتيژۍ په توګه بايد مدرسو کې اصلاحات وشي. بايد د حکومت تر کنټرول لاندې راوستل شي.))

که څه هم د ملا عمر په ګډون د طالبانو ګڼ شمېر مشران د خيبر پښتونخوا په اکوړې کې له حقانيه مدرسې فارغ دي او د يادې مدرسې مشر مولانا سميع الحق ځان د طالبانو روحاني پلار بولي خو د نوموړي استازی مولانا يوسف شاه وايي چې مدرسې د خپلو فارغينو د کړنو لپاره ملامته نه دي.

((زموږ له مدرسو چې کوم خلک تللي او هغوی څه کار کوي نو د مدرسو ادارو ورسره څه کار دی. موږ د [پاکستان] حکومت ته بيا بيا ويلي چې تاسي راشئ ثابته کړئ چې کومه مدرسه په ترهګرۍ کې ککړه ده؟ دوی تر اوسه پورې د يوې مدرسې په اړه هم داسې ثبوت وړاندې نه کړ.))

ياده دي وي چې پاکستان کې مدرسې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې پر افغانستان د روسانو د حملې وروسته د افغانانو د جګړې پر مهال ډيرې شوي.

د مولا سميع الحق له حقانيه مدرسې د ملا عمر په شمول ګڼ طالب مشران فارغ شوي. هغه ځان د طالبانو روحاني پلار بولي
د مولا سميع الحق له حقانيه مدرسې د ملا عمر په شمول ګڼ طالب مشران فارغ شوي. هغه ځان د طالبانو روحاني پلار بولي

د پاکستاني پوځ پخوانی افسر او امنيتي چارو کارپوه، بريګيډير سعد محمد خان وايي هغه مهال پاکستاني حکومتونو مدرسې په افغانستان او کشمېر کې د جګړو لپاره کارولي او اوس هم دا لړۍ دوام لري.

((مدرسو کې د بېلابېلو خلکو ګټې دي. موږ له دې جهاديان راوباسو او د خپلو هدفونو لپاره يې کاروو. مذهبي ګوندونه چې کله مظاهرې کوي نو له مدرسو کسان راولي. په انتخاباتو کې هم دوی پکاريږي. مدرسې د پيسو او زور سرچينې دي نو ولې يې بندې کړي؟ تر څو چې په ټول نظام کې بدلون نه وي شوی په يوې او دوو مدرسو تړلو هيڅ نه کيږي.))

د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چودري نثار علي خان تېرکال پارليمان ته په ويناکې ويلي وو چې د نوي امنيتي پاليسۍ له مخې به په يو کال کې دننه دننه ټولې مدرسې د تعليم وزارت لاندې راولي خو تر اوسه پورې دغه کار نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG