د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې پر ملېشه ځواک ځانمرګی برید لږ تر لږه اووه تنه وژلي


کوټه: د بلوچستان په مرکز کوټه کې د شنبې په ورځ ماسپښين په يوه ځانمرګي برید کې د درې ملېشه سرتېرو په ګډون اووه تنه وژل شوي او تر دېرش زیات نور ژوبل شوي دي.

د کوټې د پولیسو مشر سید امتياز شاه وايي ، ځانمرګي بریدګر د کوټې له کچارۍ او لیاقت پارک سره نژدې د پاکستاني ملېشه ځواک ټرک ډوله موټر په نخښه کړی.

د سید امتياز شاه په وینا، په ژوبل شويو کې هم د ملېشه ځواک سرتېري شامل دي.

يوه عيني شاهد ترپېښې وروسته رسنيو ته په خبرو کې وویل، ځانمرګی بریدګر په يوه بایسيکل سپور وو او تر چاودنې مخکې يې د ملېشه ځواک له دې ټرک موټر سره ځان وجنګاوو.

چاودنه دومره زوروره وه، چې ږغ يې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې اورېدل شوی دی او تر ډېره لرې يې د ودانيو شيشې ماتي کړې.

چارواکي وايي، په ژوبل شويو کې مېرمنې او ماشومان هم دي.

د بلوچستان حکومت ویاند انوارالحق کاکړ د پېښې په ځای کې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د دې برید هدف يوازې ملېشه ځواک نه بلکې د پاکستان ریاست دی.

نوموړي وویل، د دې غچ به له وسله والو څخه اخلي. هغه زیاته کړه چېکاکړ زیاتوي، تر ضرب عضب عملياتو وروسته ترهګر په تېښته دي او د دوی ځواکونه به يې نور هم وځپي.

په دغه ځانمرګي برید کې اکثره وژل شوي او ټپيان ولسي وګړي دي چې د برید پر وخت له همدې ځای څخه تېرېدل.

د پاکستانۍ ملېشه و له دې ټرک سره سره د دوی يو بل ډاټسن ډوله موټر او د درې عامې موټرې او يوه رکشه هم تباه شوې ده.

محمد خراساني چې ځان د پاکساني وسله والو طالبانو ویاند بولي مشال راډیو ته په لېږلي لیک کې د دې پېښې زمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG