د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: وسله والو ته له بهره مالي سرچینې برابرېږي

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف تور پورې کړی چې ترهګرو ته له هېواد بهره مالي سرچینې او د هېواد دننه ورته اسانتیاوې برابرول کېږي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف تور پورې کړی چې ترهګرو ته له هېواد بهره مالي سرچینې او د هېواد دننه ورته اسانتیاوې برابرول کېږي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) بېګا په یوه بیان کې وویل، جنرال شریف دا خبره تېر مازیګر د هېواد امنیت په اړه په یوه غونډه کې وکړه. بیان په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

بیان وايي، په غونډه کې له امنیتي او استخباراتي چارواکو علاوه، وزیراعظم نواز شریف، د ملي امنیت سلا کار ناصر جنجوعه او د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان هم ګډون وکړ.

بیان وايي، په غونډه کې د هغو مخالفو استخباراتي ادارو او د هغوی د ملاتړیو پر رول خبرې وشوې چې په پاکستان کې بې ثباتي پیدا کول غواړي.

بیان وايي، په غونډه کې پر ډېورنډ کرښې د امنیت ټینګښت په اړه هم بحث وشو.

د ای اېس پي ار بیان زیاتوي چې وزیراعظم نواز شریف یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې حکومت او ټول ولس د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې د پوځ او استخباراتي ادارو تر شا ولاړ دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG