د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام ماشومانو تعلیم لپاره د ملالې اپیل


لندن: د نوبل امن جایزې ګټونکې او د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ له خپلې شامۍ سیالې،المېلیهان مذون سره د بسپنې کنفرانس مهال
لندن: د نوبل امن جایزې ګټونکې او د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ له خپلې شامۍ سیالې،المېلیهان مذون سره د بسپنې کنفرانس مهال

د شام ماشومانو تعلیم مبارزې المېلیهان مذون د هغه هېوادونو مننه وکړه چې د دوی کډوالو ته یې هرکلی وویلی، دا زیاتوي چې اوس یې ژوند بیرته پرځای شوی دی.

د نوبېل امن جایزې ګټونکې او د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ له خپلې شامۍ سیالې، المېلیهان مذون چې 'د شام ملاله' بلل کېږي او کډواله هم ده په لندن کې د زیارت په ورځ د فبرورۍ ۴مه نېټه د بسپنې کنفرانس کې د شام ماشومانو تعلیم لپاره د پیسو راټولو اپیل وکړ.

ملالې یوسفزۍ کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، په دې غونډه کې به تاس ډېری د هغه یو اعشاریه پنځه میلیونه ماشومانو په باب خبرې وکړی چې په شام کې له ښوونځيو محرومه دي او د کډوالۍ ژوند تېروي. مهمه دا ده چې هم دا خبره موږ له هغه شامي ماشومانو او تنکیو ځوانانو له خولې واورو.

غونډې ته په خپله وینا کې د شام ماشومانو تعلیم مبارزې المېلیهان مذون د هغه هېوادونو مننه وکړه چې د دوی کډوالو ته یې هرکلی وویلی، دا زیاتوي چې اوس یې ژوند بیرته پرځای شوی دی. دې وویل، کډوال بس هم دا غواړي چې ژوند یې ځای ته راشي. مذون هیله وښودله چې له دې کنفرانسه پس به ډېری کډوال او په تېره ماشومان بیرته د کرارۍ ژوند ته وګرځي.

دې وویل، دوی تعلیم غواړي ځکه چې شام تعلیم ته اړتیا لري، شام استادانو، ډاکټرانو، انجینیېرانو او ژورنالسیټانو ته اړتیا لري. او زیاتوي چې زموږ پرته به څوک سوله راوړي.

XS
SM
MD
LG