د لاسرسي ځای

تازه خبر

ږوب: پر ملېشه ځواک برید، يو سرتېری او دوه بریدګر وژل شوي


د فرتڼیېر کور سرتېري
د فرتڼیېر کور سرتېري

د ږوب قمردين کارېز په کاڼوکۍ سیمه کې یې پر يوه پوسته برید شوی دی، چې په ځوابي ډزو کې يې د ملېشه و يو سرتېری او دوه بریدګر وژل شوي دي.

په کوټه کې د پاکستاني ملېشه و ویاند وايي، د دوشنبې په ماسپښين د ږوب په قمردين کارېز سیمه کې وسله والو د دوی پر پوسته برید کړی، چې په ځوابي ډزو کې يې يو سرتېری او دوه وسله وال وژل شوي دي. د دې برید مسووليت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه ده قبول کړی.

په کوټه کې د پاکستاني ملېشه و ویاند د دوشنبې په ماښام رسنيو په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، د ږوب قمردين کارېز په کاڼوکۍ سیمه کې یې پر يوه پوسته برید شوی دی، چې په ځوابي ډزو کې يې د ملېشه و يو سرتېری او دوه بریدګر وژل شوي دي.

دا خبرپاڼه زیاتوي، پر پوسته تر برید وروسته د وسله والو او ځواکونو ترمنځ نښته پېل شوې، چې لږ تر لږه درې ساعته يې دوام لاره، خو ورورسته يې په بریدکوونکي کې دوه وسله وال ووژل.

ددې برید مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی قبول کړی، خو د ږوب په شمول په شاوخوا سیمو په دې وروستيو کې پاکستاني طالبان فعاله شوي، چې د تېري جمعې په ورځ يې په ږوب ښار کې د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ ځانمرګی برید کړی وو، چې پکې څلور پاکستاني سرتېری ژوبل شوي وو.

قمردین کاريز چې له افغانستان سره پر پوله پرته سیمه ده، تردې مخکې هم د وسله والو طالبانو د فعاليت راپورونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG