د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د باچا خان ۲۸ تلين ولمانځل شو


جلال اباد: د باچاخان پر مزار د هغه ۲۸ تلین لمانځلو مهال د دعا کېږي
جلال اباد: د باچاخان پر مزار د هغه ۲۸ تلین لمانځلو مهال د دعا کېږي

ولسمشر اشرف غني وايي، هغوی چې د باچا خان پوهنتون کې یې وینې وبهولې، هغه کسان ول، چې پر خلکو يې بیداري او ترقي نه لورېدله. خو د خوشالۍ ځای دی چې نن دنیا بدله شوې، نور نو که د چا خوښه وي او که نه، علم خپريږي او د جهل زولنې ماتېږي

د ننګرهار ولایتي ادارې د عدم تشدد فلسفې سالار او د خدايي خدمتګار غورځنګ باني فخر افغان باچا خان اته ویشتم تلين د پنجشنبې په ورځ ولمانځلو چې پکې د دولتي چارواکو او فرهنګيانو سربېره له خېبر پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند په لسګونو غړيو ګډون کړی وو.


د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د خپلې پرانستونکي وینا تر څنګ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پیغام ولوست:

(( باچا خان یو مهم کار دا وکړ چې په هشتنغر کې يې د ازاد ښوونځي بنسټ کېښود. دی ان سل کاله پخوا دې حقیقت ته رسېدلی و چې په اوسنۍ زمانه کې کاميابي د علم او زده کړو له خپرولو پرته ناممکنه ده. هغوی چې د ده د وفات په نېټه کې د باچا خان پوهنتون کې وینې وبهولې، هغه کسان ول، چې پر خلکو يې بیداري او ترقي نه لورېدله. خو د خوشالۍ ځای دی چې نن دنیا بدله شوې، نور نو که د چا خوښه وي او که نه، علم خپريږي او د جهل زولنې ماتېږي.))

له خيبر پښتونخوا څخه د عوامي نېشنل ګوند په لسکونه تنه غړي چې په مشرانو سربيره په کې ځوانان هم شامل ول، د ارباب محمد ظاهر خليل په مشرۍ کې راغلي ول، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې اوسمهال پښتنو ته تر بل هر څخه د یووالي او اتفاق ضرورت دی.

(( یقیناً د دې خاورې او افغان قام دښمانان به زموږ لارې نيسي، هغوی به زموږ وینې تویوي، هغوی به له موږ نه زموږ مشران جدا کوي، خو دا خپل وطن به هاغه دښمنانو ته چيرې هم پرينږدو چې هغوی په خپلو عزایمو کې کامیاب شي. نن چې پښتون قام ته څومره د اتحاد او څومره د اتفاق ضرورت دی، زما خيال دی چې په صدو صدو کې به نه و.))

د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون په خپلو خبرو کې وويل، د باچا خان د افکارو د خورولو لپاره دې يوه ګرځنده اکاډيمي جوړه کړی شي.

(( د سولې په نامه ډول ډول پروژې دلته پلي کيږي، خو د باچا خان فلسفه د سولې فلسفه وه چې دنیا ترينه رنګ اخيستی دی. زه وایم چې د باچا خان په نامه دې يوه ګرځنده اکاډیمي جوړه شي چې، د لر او بر ملګري دې په دې اکاډيمۍ کې منسجم شي او د باچا خان فکر دې خلکو ته ورسوي.))

د غونډې په پای کې په سلګونو تنه د باچاخان بابا مزار ته ورغلل، د ګلونو ګيدۍ يې پرې کيښوده او د هغه د روح د ایصال ثواب لپاره يې دعاوې وکړې.

د يادولو ده چې باچاخان په ۱۸۹۰ میلادي کال د اوسني خيبر پښتونخوا د چارسدې په هشتنغر کې زيږیدلی و او په ۱۹۸۸ میلادي کال د جنوري په شلمه پيښور کې ومړ او د هغه له وصيت سره سم په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG