د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ملېشه ځواک او کسټم پرضد کاربندیز دی


سوداګران وايي، د افغانستان او ایران له پولو څخه یې سامانانونه دلته راځي، خو هلته د نیولو پرځای یې په ښارونو کې ترې ضبطوي

په کوټه کې د دغه ښار سوداګرو اتحادیې د دوشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۵ مه د ملېشه ځواکونو او کسټم چارواکو د چاپو پر ضد احتجاج کې د ښار ټول تجارتي مارکېټونه او بازارونه تړل شوي دي. سوداګر وايي، که يې غوښتنې ونه منل شي، نو خپل احتجاج به نور هم وغزوي.

د سوداګرواتحاديې مشرانو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، ملېشه ځواکونه او کسټم چارواکي يې د پولو پر ځای په ښارونو کې پر دوکانو او تجارتي مرکزونو چاپې وهي او بهرنی سامان ترې ضبطوي.

الله داد ترین د سوداګرواتحاديې يو مشر دی، وايي، په کوټه ښار کې يې د کسټم نوی کلکټر او ملېشه ځواکونو سرتېري پر دوکانو چاپې وهي او دوی ته يې د کروړونو روپيو تاوان رسولی دی.

دی زیاتوي ؛د افغانستان او ایران له پولو څخه یې سامانانونه دلته راځي، خو هلته د نیولو پرځای یې په ښارونو کې ترې ضبطوي.

الله داد ترین زیاتوي، د راتلونکې مياشتې پر څلورمه نېټه د افغانستان او ایران له پولو سره څېرمه په ښارونو کې هم کاربندیز کوي او له دې ښاورنو سره سره به لويې لارې هم د ټرافیکو پر مخ تړي.

ددغه تجاران له مودې راهیسې په کوټه او نورو سیمو کې د کسټم چارواکو او ملېشه ځواکونو پرضد احتجاج او لاريونونه کوي، خو د کسټم او ملېشه ځواکونه چارواکي بیا وايي، دوي له پولو سره سره په ښارونو کې هم د غیرملکي سامانونو پرضد د چاپو او ظبطولو قانوني حق لري.

XS
SM
MD
LG