د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام کورنۍ جګړې په اړه خبرې وځنډېدې


ملګري ملتونه وايي، په شام کې د کورنۍ جګړې ختمولو په موخه مهمې خبرې ښايي یو څو ورځې وځنډېږي ځکه چې هغه لانجه چې کومې اپوزیشن ډلې به په خبرو کې برخه اخلي، ژوره شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، په شام کې د کورنۍ جګړې ختمولو په موخه مهمې خبرې ښايي یو څو ورځې وځنډېږي ځکه چې هغه لانجه چې کومې اپوزیشن ډلې به په خبرو کې برخه اخلي، ژوره شوې ده.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستافن دي مستورا یوې ویاندې تېر مازیګر وویل، امکان دی چې د جنورۍ پر ۲۵مې په جینیوا کې د خبرو پیل ټاکلې نېټه تېره شي. خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري پرون د سوېټزرلینډ په ډېووس کې وویل، باوري دی پر ځنډ سربېره به خبرې وشي. ډېپلوماټان هڅه کوي د اپوزیشن د استازو یوه داسې ډله جوړه کړي چې د سختدریځو ډلو پر ضد جنګېدونکي د غربي هېوادونو اېتلاف، شامي حکومت او د ولسمشر بشار الاسد نېږدې ملګري هېواد روسیې ته د منلو وړ وي.

په شام کې له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې جګړه روانه ده چې پکې د ملګرو ملتونو له وینا سره سم، له دوه نیمو لکو څخه زیات کسان وژل شوي، میلیونونه بې کوره کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG