- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، دوی پر ((باچا خان پوهنتون د برید سخته غندنه کوي.)) د طالبانو بیان وايي، دا یو ((غیر شرعي کارروايي وه)) چې دوی پکې ((هېڅ لاس نه لري.))
- لیکوال/لیکواله پامیر ساحل
پر باچا خان پوهنتون برید پر داسې وخت شوی چې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه د عدم تشدد مبارز او پښتون ملتپاله مشر خان عبدالغفار خان باچا خان د مړینې ۲۸م تلین لمانځل کېږي.
- لیکوال/لیکواله خالد خان
ډاکتر قبله ایاز وايي، دا ډول بریدونه به د دې لامل شي چې ځوان کهول به د وېرې په فضا کې لوی شي. دی وايي، ټول نسل به ((دهشت)) ځپلی نسل وي. دی وايي، د مردان خان عبدالولي خان پوهنتون تړلو اعلان هم شوی دی.
- لیکوال/لیکواله خالد خان
ډاکتر قبله ایاز وايي، تر دې ډول حملو وروسته، د پوهنتون او ښوونځیو زده کوونکي د وېرې ښکار کېږي.