د قبایلي سیمې خېبر په وزیر ډنډ کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او تر ۲۰زیات یې ژوبل کړي دي.
مرستیال پولیټېکل اجنټ وايي د ځانمرګي برید هدف په سیمه کې د کسټم یوه وړوکي پوسته وه، دی زیاتوي ځانمرګي بریدګر د خاصه دار ځواک مشر نواب شاه پر لور ورمنډه کړه او خپلځان یې وچولی.
په دې اړه لاندې رپورټ واورئ.
د ځايي چارواکو او د پېښې لیدونکيو په خبره، له ځانمرګي بریده خاصه دارو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یو شمېر دوکانونو او ګاډو ته یی هم زیانونه اړولي دي. د برید ذمه واري لشکر اسلام وسلوالې ډلې او د تحریک طالبان شمالي وزیرستان ډلې پر خپله غاړه اخیستې ده.
ټپیان د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي.