د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر ایران نړیوال بندېزونه لیرې کېږي”

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي،نن(شنبه) د تهران خلاف نړیوال بندیزونه لېرې کیږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي،نن(شنبه) د تهران خلاف نړیوال بندیزونه لېرې کیږي.

جواد ظریف په ویانا کې خبریالانو ته وویل دا د نړۍ او د سیمې لپاره یوه ښه ورځ ده.

جواد ظریف، د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د اروپايي ټولنې د خارجه پالیسي مشرې فریډریکا موغریني سره د آسټریا په سرښار کې ویني.

دغه مشران تېر کال په جولای میاشت کې د ایران او نړۍ د طاقتورو هېوادونو تر منځ د شوي لوظنامې د عملي کېدو په ترڅ کې په پرمختک خبرې کوي.

د دغه لوظنامې له مخې ایران د بندېزونو د لرې کېدلو په بدل کې له دې سره منلې وه چې ایټمي فعالیتونه به محدودوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG