د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنيت په اړه هېڅ بې ــ پرواهي نشم زغملی. نواب زهری


د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري په کوټه کې د لوړوپوړو چارواکو سره د غونډې مهال. ۱۴م جنوري ۲۰۱۶
د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري په کوټه کې د لوړوپوړو چارواکو سره د غونډې مهال. ۱۴م جنوري ۲۰۱۶

نواب زهري امنيتي چارواکو ته ویلي، د ترهګرۍ د پېښو ترشا وسله وال او د هغوی مرستندویانو پر ضد دې عمليات وکړل شي او له قانون سره سم دې یې سزا کړي.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثناوالله زهري د صوبې پر امنيتي چارواکو ږغ کړی، چې د کوټې په شمول په ټوله صوبه کې د امنيت ښه کولو لپاره دې کوټلي او جدي ګامونه واخلي.

د بلوچستان حکومت لخوا رسنيو په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اعلا وزیر نواب ثناواللهزهري له خولې ویل شوي، دوي به د امنيت په هکله هېڅ لاپرواهي و نه مني. دا خبرپاڼه لیکي، نواب ثناوالله زهري تر پروني (جنورۍ ۱۳مه) ځانمرګي برید وروسته په کوټه کې د لوړپوړو امنيتي چارواکو په غونډه کې امر کړی، چې د امنيت ښه کولو لپاره دې هرممکن جدي ګامونه پورته کړل شي او د تېر دوه نیمو کلونو غوندې دې امنيت پرځای کړل شي.

د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري د ځانمرګي برید په پېښه کې وژل شوو پولیس سرتېرو ته پیرزونې وړاندې کوي
د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري د ځانمرګي برید په پېښه کې وژل شوو پولیس سرتېرو ته پیرزونې وړاندې کوي

نواب زهري د لوړپوړو چارواکو په دې غونډه کې امنيتي چارواکو ته ویلي، د ترهګرۍ د پېښو ترشا وسله وال او د هغوي د مرستنه کوونکو پر ضد دي عمليات وکړل شي او په خبره يې له قانون سره سمه سزا دي ورکړل شي. دا خبرپاڼه مخکې ليکي، وزیراعلا نواب ثناواللهزهري په پروني ځانمرګي برید کې د پولیسو او ملېشه سرتېرو قربانۍ ستایلې او هوډ يې څرګند کړی، چې د امنيتي سرتېرو قربانۍ به د بلوچستان په امنيت کې لوی مقام نیسي.

بل خوا ته د کوټې ښار دوکانداران او اوسېدونکي وايي، تر ډېر وخت ارامۍ وروسته د جنورۍ ۱۳مې ورځې ځانمرګي برید په کوټه کې یې ژوند او کاروبار يو وارې بیا متاثره کړ.

د کندهاري بازار یو دوکاندار عبدالجلیل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هرکله چې داسې د ناامنۍ پېښه کېږي، نو ددوي دوکاندارۍ ورسره بېخي زیاتې اغېزمنې کېږي؛.

د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري په ځانمرګي برید کې د ژوبل پولیس سرباز پوښتنې ته ورغلی
د بلوچستان اعلا وزیر ثناوالله زهري په ځانمرګي برید کې د ژوبل پولیس سرباز پوښتنې ته ورغلی

د کندهاري بازار له همدې دوکاندار سره ناست د کوټې يوه اوسېدونکي بیا وویل، چاودنه یا د ناامنۍ پېښه د ښار په هرځای کې وشي، اغیز يې پر ټول ښار پرېوځي.

د کوټې په سټېلايټ ټاون کې د جنورۍ پر ۱۳مه ځانمرګی برید په دغه ښار کې تر ډېر وخت کرارۍ وروسته شوی، چې نه یواځې امنيتي چارواکي، بلکې ددغه اوسېدونکي يې هم اندېښمن کړي دي.

کوټه کې د ځانمرګي برید ذمه واري پاکستانیو طالبانو منلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

XS
SM
MD
LG