د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د شخصي ټي وي چېنل پر دفتر برید یو تن ژوبل


اسلام اباد: د اې ار وای ټي وي چېنل پر دفتر برید یو تن ژوبل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

اسلام اباد: د اې ار وای ټي وي چېنل پر دفتر برید یو تن ژوبل

دغه وسله والو ځینې پاڼې هم غورځولې وې، په هغې کې لیکل شوې وو چې د دولت اسلامیه خراسان له اړخه د برید ذمه واري اخیستل شوې.

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د چارشنبې په ماښام د یو شخصي ټېليویژن پر دفتر د لاسي بم برید او ډزو په پېښه کې یو کارکوونکی ژوبل شوی دی.

د شخصي ټیلي ویژن اې ار وای نیوز اسلام اباد مشر صابر شاکر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، داسې ښکاري چې دا یو هدفي برید وو ځکه چې تېره ورځ یې په دفتر کې یوه غونډه کېدونکې وه.

د ده په وینا چې څه وخت مخکې د امنیتي ادارو لخوا د نورو مطبوعاتي ادارو پشمول د اې ار وای نیوز ځینو مهمو غړو ته پاملرنې غږ/ږغ شوی وو.

دې زیاتوي، “ پر موټر سایکل دوه پټمخي کسان راغلي ول پر دفتر یې لاسي بم ویشتی وو، او پر څوکیدارانو یې ډزې وکړې او تښتېدلي دي. په دې برید کې زموږ یو سیټلایټ انجینر ژوبل شوی دی، هغه اوس په هسپتال کې دې. دغه وسله والو ځینې پاڼې هم غورځولې وې، په هغې کې لیکل شوې وو چې د دولت اسلامیه خراسان له اړخه د برید ذمه واري اخیستل شوې. په دې کې یې دا هم لیکي چې ضرب عضب اپریشن د امریکا په خواهش روان دی او میډیا یې ملګرتیا کوي نو زموږ جنګ به له میډیا، حکومت او پوځ سره روان وي”

د اسلام اباد پولیسو لخوا د دې پیښې په اړه تحقیقات روان دي.

د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس مشر افضل بټ مشال راډیو سره خبرو کې وویل چې دا یوه نوي پېښه نه ده بلکې د پروشږ کال پشان په شخصي ټیليويژنونو د شویو بریدونو یو تسلسل دی چېد مخنیوي په اړه یې حکومت او مطبوعاتی ادارې دواړه پاتې راغلې دي.

“حکومت او د مطبوعاتو د ادارو مالکانو له موږ سره څه لوظونه کړي ول نو چې کله اپریشن ضرب عضب شروع شو او ورسره قومي ایکشن پلان جوړ شو نو د نېشنل ایکشن پلان ترلاندې د مطبوعاتو ځني غونډې وشوې چې پکې د مطبوعاتو نماینده ادارې ، داخله و د اطلاعاتو وزارت هم وو، په دې کې ما د پاکستان فیډرل یونین اف جرنلسټس مشري کوله نو سیکیورټي په حواله څه خبرې د مالکانو د کولو لپاره وې او څه د حکومت خو د پرونې پیښې نه ښکاري چې نه حکومت او نه د مطبوعاتو مالکانو خپله ذمه واري پوره کړه،،

د پاکستان وزیراعظم په شخصي ټیلي ویژن اې ار وایې نیوز د برید غندنه کړې ده او د پیښې ککړ وسله والو د نیولو احکامات یې جاري کړې دي.

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید په وینا چې په صحافت حمله په جمهوریت حمله ګڼي.

د ده په وینا چې وسله وال کوم نوم هم کیږدې د هغې خلاف به سخته کاروایي کیږي.

د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې ایې ایس پی ار ویاند لیفټیینټ جنرل عاصم باجوه د ټویټر د لارې ویلې دي چې د دېبرید غندنه کوي او د ملک د امن او سلامتې لپاره مطبوعاتو سره ولاړ دي.

د ده په وینا چې د پاکستان اولس د وسله والو نظریه رد کړې ده او ملک و قام د وسله والو خاتمې لپاره پرعزم دې.

یاده دې وي چې تیر کال هم د پاکستان په ځني ښارونو کې په مختلف شخصي ټیلي ويژنو بریدونه شوې وو چې پکې مرګ ژوبله رامخې ته شوې وه.

XS
SM
MD
LG