د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: اېم کیو ایم د ښاروال ټاکنو نه کولو ضد لاریون وکړ


له مشال راډيو سره په خبرو کې د اېم کيو اېم د رابطه کمېټۍ غړي ګلفراز خټک وویل چې د ښاروالۍ ټاکنې نه کول د ولس په حق ډاکه اچول دي.

متحده قامي مومنټ د ښاروال او مرستیال ښارول (ميېر او مرستیال میېر) د ټاکنو نه کولو پرضد نن سېشنبه په کراچۍ کې د ټاکنو کمېشن ودانۍ مخې ته یوه لويه مظاهره وکړه. د دوی په خپلو ویناګانو کې وویل چې اول پيپلزګوند او اوس د پاکستان ټاکنو کمېشن ورسره زياتی کوي. په پينځم دسمبر د ښاروالۍ درېم پړاو سر ته رسېدلی خو لا تر دې دمه د ښاروال او مرستیال ښاروال ټاکنه نه ده شوې.

د ښاروالۍ ټاکنو نه کولو پرضد د اېم کيو اېم مظاهره کې په لويه شمېره ښځو سره سره د ګوند نومول شوی ښاروال وسيم اختر او د صوبایې اسمبلۍ غړو ګډون وکړو.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د اېم کيو اېم د رابطه کمېټۍ غړي ګلفراز خټک وویل چې د ښاروالۍ ټاکنې نه کول د ولس په حق ډاکه اچول دي.

((څلور مياشتې وشوې چې د ټاکنو وړومبی پړاو سر ته رسېدلی خو لا منطقي انجام ته نه دی رسول شوی))

د ګلفراز خټک په وېنا چې صوبایي حکومت ته د بلدياتي ټاکنو وروستو حق نشته چې په ښار کې ترقياتي کارونه وکړي خو بيا هم د بلدياتو صوبایې وزير دغه فنډونه په خپله خوښه استعمالوي چې غېرایني ګام دی.

په دې موقع د اېم کيو ايم سينیېر غړي او نوماند ښاروال وسيم اختر مشال راډيو ته وویل چې صوبایې حکومت د داسې ګامونو له لارې پر کامياب اميدوارانو فشار اچول غواړي.

((دوی چې د واک ښکته اميدوارانو ته په ورکولو او په مخصوص نشستونو ټاکنو کې کوم ځنډوالی کوي د هغې مقصد په دغه کامياب شوي اميدوارانو فشار اچول او دوی ته لالچ ورکول دي چې داسې دوی په څه طريقه د يوې ضلعې څخه د ايم کيو ايم لاسبرتيا کمه کړي))

د ذکر ده چې په پينځم دسمبر د ښار شپږو ضلعو کې د ښاروالۍ د ټاکنو درېم پړاو سر ته رسېدلی چې پکې ايم کيو اېم د يو سل پينځه دېرش نه زيات نشستونو باندې بريا ترلاسه کړې وه خو لا هم کاميابو اميدوارانو سوګند نه دی پورته کړی. د پاکستان ټاکنو کمېشن وایي چې د زيارت په ورځ به له هغوی سوګند پورته کوي او بيا به پاتې ټاکنې کوي

XS
SM
MD
LG