د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند ترپارکر کې له لوږې ۳۰ ماشومان مړه شوي


په سيمه کې موجود هسپتالونو کې د دوايانو سره سره د نورو اسانتياګانو د کمي له کبله د ماشومانو په وخت علاج نه کېږي،

د سیند صوبې په ترپارکر سيمه کې له تېرو لس ورځو راهسې د خوراک د کمښت له کبله لږ تر لږه دېرش ماشومان مړه شوي بل خوا صوبايي حکومت وايي چې دغه مرګونه د خوراک د کمي نه بلکې د سيمې د اوسېدونکو د رواياتو او په کم عمر کې د جينکو د ودونو له کبله کېږي.

د صحت صوبايي وزير جام مهتاب د ګل په ورځ مشال رېډيو ته وویل چې په ترپارکر کې د ماشومانو د مړينې اصل وجه د خوراک يا هسپتالونو کمی نه بلکې د خلکوله خوا د خپلو ماشومانو زر ودونه ، په زنانوو د کور سره سره بهر کارونه کول او هغه پخواني روايات دي د کوم په وجه چې دوی نه خو تعليم ترلاسه کوي او نه د خپلو بچو سم خيال ساتي.

د صوبايي وزير په وېنا چې د دوی حکومت هڅه کوي خو د خلکو له خوا د مرستې نه کېدو له کبله د ماشومانو مړینه زیاتېږي او ډېر زر به دوی ګرځندوه روغتونه دغه سيمو ته ولېږي او دې سره سره به د امریکايي مرستندونه ادارې يو ايس اېډ په مرسته هم د صحت لړ کې يو شمېر پروژې په دغه سيمه کې شروع کوي.

بل اړخ ته ترپارکر سيمه کې يو شخصي تنظيم ترپارکر سوشل ارګنائزېشن چلوونکي راجېش مشال رېډيو ته وویل چې په سيمه کې موجود هسپتالونو کې د دوايانو سره سره د نورو اسانتياګانو د کمي له کبله د ماشومانو په وخت علاج نه کېږي، دی وايي چې دا مرګونه د جنورۍ نه بلکې د تېرکال اکتوبر د مياشتې نه روان دي

((سول هسپتال کې که موږ وګورو نو د ماشومانو د علاج لپاره څه خاص انتظام نشته تر دې د ساه اخستو مشين يا وينټيلېټر هم په هسپتال کې نشته۔ دغه مرګونه د جنورۍ نه بلکې د اکتوبر نه روان دي، تېر کال د اکتوبر په مياشت کې يو دېرش،نومبر کې اته ويشت، دسمبر کې پينځه څلوېښت او روانه مياشت کې زموږ د معلوماتو ترمخه پينځلس ماشومان مړه دي يعنې تېر څلور مياشتو کې يو سل نولس ماشومان مړه دي، په دې کې هېڅ شک نيشته چې د ترپارکر په هسپتالونو کې د دوايانو کمی دی، اوس اوس صوبايي وزيرانو دوره کړې او د هسپتال فنډ ئې دوچنده کړی ولې دغه مرګونه خو د اکتوبر راهسې روان دي))

د ذکر ده چې خالي په ورځ د خوراک صوبايي وزير ناصرشاه سره د اعلی چارواکو د دغه متاثره سيمې دوره کړې او ويلي یې دي چې هلته د خوراک د قحط حالت نه دی، بلکې د ماشومانو د مرګونو لويه وجه د پيدایش پرمهال د ماشومانو سمه خسمانه نه کېدل دي.

XS
SM
MD
LG