د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر افغان خاوره داعش نشو زغملی"


د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني

"داعش زموږ په خاوره کې ځای نه لري مرګ يې غواړو، نه يې منو نه يې منو نه يې منو، د داعش پرضد عملیاتو ته ادامه ورکړی بمبار يې کړئ."

د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د ختیځو ولایتونو ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د امنیت په برخه کې به دې سیمې ته پوره توجه کوي.

نوموړي په یوه غونډه کې چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو سیمه یيزو چارواکو، قومي مشرانو، دیني علماو، مدني فعالانو او د ولایتي شوراګانو غړیو پکې برخه اخیستې وه امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې خپل ترتیب شوي پلانونه عملي کړي.

د خپلې وینا پر مهال هغه وویل، په دې خاوره کې داعش نه مني او امنيتی ارګانونو ته هدایت ورکړ چې خپل ځمکني او هوايي عملیات پراخ کړي:

"داعش زموږ په خاوره کې ځای نه لري مرګ يې غواړو، نه يې منو نه يې منو نه يې منو، له اتمر او ستانکزی صاحبانو څخه مننه چې په دې برخه کې یې یو څه کار کړی او وزیري صاحب تاسې د داعش پرضد عملیاتو ته ادامه ورکړی بمبار يې کړئ."

دارنګه نوموړي د هر ولایت ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب وویل او په خاص ډول په ننګرهار کې د غصب شوو ځمکو په اړه يې امنیه قومندانۍ ته جدي سپارښتنه وکړه چې د کانال ځمکې له غصبه خلاصې کړي:

"زه د غصب زغم نه لرم د کانال غاصیبنو لست واخله او ټولو باندې له محکمې څخه حکم د احضار واخله، نه يې منم، نه يې منم، نه يې منم او که توان نه لرئ جنرال يې راته ووایه چې بل ځای ته دې بدل کړم او وزیری صیب که د شیرزاد صیب قوه که کمه ده اردو ته امر وکړه چې ويې ولي."

ولسمشر وویل، د کونړ او ننګرهار ولایتونو لپاره به یو باصلاحیته پلاوی رالیږي او د ښه حکومتدارۍ په برخه کې به کوټلې پرېکړه وکړي:

"د کونړ لپاره به یو باصلاحیته پلاوی ټاکل کیږي کوم کسان چې په پچې مقرر شوی هغه به لیرې کړي او همدا شان د ننګرهار په اړه."

بل خوا د غونډې ګډونوالو د ولسمشر راتګ دې سیمې ته ګټور وباله او زیاته يې کړه چې دا ځل ولسمشر له وینا څخه داسې معلومیده چې په خپل تصمیم کې جدي دی:

"زبيرخاکسار: د ویناوو څو برخې وې خوپه دا دوو برخو کې چې د فساد او غصب په مخنیوي کې قاطع هدایت ورکړ مستقیماً زموږ پر امنیه قومندان امر وکړ چې د غاصبینو د نیولو حکم له محکمې نه واخله نو داسې ښکاري چې په خپلو وعدو کې ثابت قدمی دی.

ډاکټر ناصر کاموال: ولسمشر خو په ښکاره هدایت ورکړ نور نو والی صاحبان د بل کوم حکم ته په تمه دي دوی باید په دې برخه کې جدي ګام پورته کړي."

د ولسمشر ډاکټرمحمد اشرف غني واک ته له رسیدو وروسته دا دویم سفر دی چې ننګرهار ته کوي.

کتوونکي وايي، که ولسمشر ولسونو سره کړې ژمنې عملي کړي نو په ختیځه سیمه کې به مثبت بدلون رامنځته شي او پر حکومت به د ولسونو باور زیات شي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG