اسلام اباد: د پاکستان ولسي او پوځي مشرتابه ویلي چې د ترهګرۍ په بشپړه توګه ختمولو لپاره به له هندوستان سره بشپړه همکاري کوي.
د پاکستاني وزيراعظم نواز شریف له دفتره خپور شوی بیان لیکي چې دا پرېکړه د جمعې په ورځ په هغه لوړپوړې غونډه کې وشوه چې مشري یې نواز شریف کوله.
بیان زیاتوي چې په دې غونډه کې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم موجوده وو.
په غونډه کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت به د پټان کوټ پېښې په اړه د هند له حکومت سره په تماس کې وي.
دا له هغه وروسته ده چې يوه اونۍ وړاندې د هند په پټان کوټ ښار کې د دې هېواد پر يوه پوځي اډه وسله وال بريد وشو چې اووه هندي سرتېري پکې ووژل شو او ۲۲ نور ژوبل شو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په دې برید کې برخه اخیستونکي له پاکستانه ورغلي وو او دوی په دې اړه پاکستان ته د ګام اخیستلو وړ مالومات هم ورکړي دي.
د هندي چارواکو په وینا ، چې کله په دې اړه د پاکستان له خوا ځواب تر لاسه کړي نو به پرېکړه کوي چې له پاکستان سره د خبرو اترو تازه پیل شوې لړۍ ته دوام ورکړي او که یې ودروي.
د پاکستان او هند ترمنځ د خبرو اترو بیا پیل پرېکړه د ډسمبر پر نهمه نېټه هغه مهال وشوه چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج د افغانستان په اړه د اسیا زړه نومي کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ولاړه.
د پاکستان او هند ترمنځ په اړیکو کې د ښه والي پر لور بل پرمختګ هغه وخت وشو چې د هند وزیراعظم نریندر مودي د تېر ډسمبر پر ۲۵مه نېټه په یو ناڅاپي سفر له کابله لاهور ته ولاړی.
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د لاهور پر هوايي ډګر د خپل هندي سیال نریندر مودي هرکلی وکړ او هغه یې خپل کور ته بوتلی.
نواز شریف او نریندر مودي شاوخوا درې ساعته له یو بل سره په ناسته کې د پاکستان او هند د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر یو شمېر سیمه ییزو چارو هم خبرې وکړې.