د لاسرسي ځای

تازه خبر

پټانکوټ برید، هند له پاکستان سره مالومات شریک کړي


د هند پنجاب په پټانکوټ کې د هند پوځي اډه چې وسله والو پرې برید وکړ. ۴م جنوري ۲۰۱۶م کال
د هند پنجاب په پټانکوټ کې د هند پوځي اډه چې وسله والو پرې برید وکړ. ۴م جنوري ۲۰۱۶م کال

د پاکستان د خارجه چاروخبر پاڼې په وینا چې د پاکستان او هند ماضي مشترک دی او دواړو ته د مذاکراتوعمل جاري ساتل پکار دی.

پاکستان وايي، د پټانکوټ پوځي اډې حملې په لړ کې د هند له اړخه پر ورکړل شویو په مالوماتو کار کوي او په دې اړه نوي ډیلي سره مسلسل رابطه کې دی.

د پاکستان د خارجه چاروخبر پاڼې په وینا چې د پاکستان او هند ماضي مشترک دی او دواړو ته د مذاکراتوعمل جاري ساتل پکار دی.

د خبر پاڼې ترمخه چې د ترهه ګرۍچېلنج له موږه د مرستې تقاضا کوي.

بلخوا د راپورونو ترمخه د هند قامي سلامتیا مشیر ویلي دي د هند پر پوځي اډه د برید په اړه مالومات یې له خپل پاکستاني سیال سره شریک کړي دي او هند د پاکستان د ردعمل انتظار کوي.

د دواړو ملکونو ترمینځ د مالوماتو تبادلې په اړه د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر ډاکټر سرفراز خان وايي چې مزاکرات مخ پر وړاندې بوتلو لپاره ضروري ده چې د مالوماتو تبادله وشي.
د ده په وینا دواړو اړخونو ته داسي عناصر شته چې هغې دواړو ملکونو تعلقات په معمول راوستو کې خنډونه ودوري نو ضرورت دا دی چې پاکستان او هند دواړه دا کوشش وکړي چې داسي قسمه بریدونو له وجې خپل مزاکرات نه ختموي او دا عزم دې څرګند کړې چې دا مزاکرات به کوو او داسي قسمه خلکو له به ماتې ورکوو،،

د بهرنیو چارو یو بل کار پوه نجم رفیق وايي چې د دواړو ملکونو په رویو کې د پخوا په نسبت بدلون راغلې دې نو داسي ښکاري چې پاکستان او هند به مذاکراتوته کیني او د ترهه ګرۍپه مسله به خبرې اترې کوي.

،، د هند د وزیراعظم نریندر مودي چې کوم بیان راغلې دې نو هغې کې په دې اړه څه حواله خو نه ده ورکړې شوې چې موږ به پاکستان سره مزاکرات ودرو خو هغه دا اشاره ضرور ورکړې ده چې داسي پیښې په راتلونکې ملاقات اثر نشې غورځولې. نو د ترهه ګرۍموضوع چې د مذاکراتویوه حصه ده نو په راتولونکې غونډو کې به د ترهه ګرۍپه اړه ضرور خبرې اترې کیږي،،

د ذکر ده د امریکې د خارجه وزارت ویاند جان کربي هفته وار خبري غونډې ته تیره ورځ ویلې وو چې امریکه پاکستان نه امید لري چې په پټان کوټ پوځي اډې حمله کونکوخلاف کاروايي کوي او پاکستان به وسله والې ډلې په نښه کوي.

د راپورونو ترمخه د هند په پټانکوټ پوځي اډې برید ذمه واري د کشمیر جهاد کونسل قبوله کړې وه.

XS
SM
MD
LG