د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د طالبانو او داعش تر منځ له نښتو ګڼ جګړه مار وژل شوي


بلخوا د ننګرهار ولي خبري دفتر ویلي چې په بټيکوټ کې د افغان امنیتي سربازانو پر یوه پوسته په برید کې د داعش۱۵جګړه مار وژل شوي دي.

جلال اباد: د افغاناسلامي پرېسد خبر له مخې د ننګرهار ولایت په بټيکوټ او چپرهار ولسوالیو کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې وسله والو ترمنځ شخته جګړه نښتې چې پکې له دواړو غاړو په لسګونه جګړه مار مړه او ژوبل دي.

په راپور کې د ننګرهار پولیس له خولې ویل شوي چې د طالبانو او د اسلامي دولت (داعش) جګړه مارو ترمنځ د جنورۍ پر څلورمه نېټه د چپرهار ولسوالۍ په سنګینه، مانو او مورا سیمو کې له ترسره شوې نښتې د داعش نهه او د طالبانو شپږ جګړه مار وژل شوي دي.

دوی وايي، اته طالبان، پنځه داعش جګړه مار او دوه ولسي ښځې هم اله ووژل شوې چې طالبانو پرون دوشنبه یو لوی یرغلیز برید وکړ، او تر مازیګره کې یې سیمه له داعش جګړه مارو پاکه کړله.

د چپرهار ولسوالۍ پرمختیايي شورا مشر ملک محکم، یادې خبري رسنۍ ته ویلي چې له نښتو ۲۴ داعش جګړه مار وژل شوي چې مړي یې په بېلا بېلو سیمه کې تیت و پرک پراته دي.

بلخوا د ننګرهار ولي خبري دفتر ویلي چې په بټيکوټ کې د افغان امنیتي سربازانو پر یوه پوسته په برید کې د داعش۱۵جګړه مار وژل شوي دي.

داعش دننګرهار ولایت په سرحدي سیمو کې ټینګې اډې لري چې ډېری جګړه مار یې له اورکزۍ، باجوړ او خېبر اجنسیو سره اړه لري. ویل کېږي دغه ډلې سره چې ازبک او عرب جګړه مار هم مله دي.

XS
SM
MD
LG